د وزيراعظم د فيول ريليف پروګرام په پېشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونه، رجسټرډ مستحقينو ته د سهولت نه وركوٶنكې پټرول پمپس لائسنس منسوخ كولو امر

  اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونه كولو سره امر كړې چې رجسټرډ مستحقينو ته د سهولت نه وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس دې منسوخ كړې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف  په مشرۍ كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په حواله …

 

اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونه كولو سره امر كړې چې رجسټرډ مستحقينو ته د سهولت نه وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس دې منسوخ كړې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف  په مشرۍ كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په حواله اهمه غونډه وشوه٬ په غونډه كښې د پروګرام د پيشرفت جاج واخستې شو٬ په دې موقع وزيراعظم د فيول ريليف پروګرام په پيشرفت او سپېځلتيا د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې رجسټريشن او د سبسډي د ترلاسه كولو د طريقه کار د آسانولو په نتيجه كښې رجسټرېشن زيات شوے دے او زيات مستحق وګړي دې سهولت څخه مستفيد كېږي، مستحق وګړو لپاره په ټيكنالوجي اډانه دا سپېځلې سبسډي سکيم به په سباون كښې د اولس خېرښګړې داسې اقداماتو لپاره يو ګېم چېنجر ثابت شي۔ وزيراعظم د سکيم په حواله د مانيټرنګ او کارګر ډېش بورډ په ترتيب كولو د وفاقي وزيرې شزا فاطمه، د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کام وفاقي سيکرټري ضرار هاشم خان او د ده د ډلې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د پټروليم سبسډي سکيم له مخې رجسټرډ مستحقينو ته د سهولت نه د وركوٶنكو پټرول پمپس لائسنس منسوخ كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې د پرائم منسټر فيول ريليف پروګرام په پېشرفت  د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د سبسډي سکيم له مخې تر اوسه 15,519,282  وګړې رجسټر شوې دي چې پكښې د 15.06 ملين موټر بائيکس او 449 زره 800 سي سي ګاډو مالكان دي، د سبسډي سکيم له مخې تر اوسه 6 کروړ 31 لکه 53  زره 885  ټوکن جاري كړې شوې دي چې پكښې 5 کروړ 94 لكه 45 زره 347  ټوکنز استعمال كړې شوې دي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې د فيول سبسډي سکيم له مخې تر 4 نومبر 2026 د 28.6 اربه روپو ادائيګۍ شوې دي، د پرائم منسټر فيول ريليف سکيم  په حواله د معلوماتو او شکايتونو ازالې لپاره صارفين او پټرول پمپس لپاره  جلا جلا کال سينټرز جوړ كړې شوې دي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، مصدق ملك، محمد اورنګزېب، عطاء الله تارړ، علي پروېز ملك، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د وزيراعظم د توان خاص مرستيال ليفټيننټ جنرال (ر) ظفر اقبال او نورو اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں