رياض۔ 5 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره رياض كښې د سوريه صدر احمد الشرع ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په ودې او مرستې زياتولو په اړه خبرې وشوې۔ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دغسې دواړو لارښودو په منطقه كښې د امنيت …
د سعودي ولي عهد سره د سوريه صدر ملاقات ٬ د شريكو اړيكو په زياتولو خبرې

مزید خبریں
رياض۔ 5 نومبر (اے پي پي) د سعودي عرب ولي عهد و وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره رياض كښې د سوريه صدر احمد الشرع ملاقات وكړو چې پكښې د دواړو هېوادونو د اړيكو په ودې او مرستې زياتولو په اړه خبرې وشوې۔ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوال صورتحال او د شرېكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ دغسې دواړو لارښودو په منطقه كښې د امنيت او استحكام په مضبوطولو زور راوړو۔ د ايس پي اے تر مخه دواړو لارښودو تر مينځه د خبرو اترو غونډه وشوه چې پكښې د مملكت او سوريه تر مينځه د اړيكو جاج واغستلے شو او په ټولو څانګو كںښې دې ته د پراختيا وركولو په لارو چارو خبرې وشوې۔دواړو لارښودو په بحيره احمر ٬ آبنائے هر مز كښې د بحري تګ راتګ او د آبي لارو امن و تحفظ خطر سره د مخ كوونكو فعاليتونو د مخ نيوي په ضرورت زور راوړو۔
۔











