واشنګټڼ۔ 5 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د خزانې محكمې د ايران سره د روابط لرلو په تور په هند او تركيه كښې په جوړوو كمپنيو او په ځېنې كسانو نوو بندېزونه لګولو سره خبردارے وركړے دے چې د ايراني حكومت مرسته كوونكې كسان او د ادارو خلاف كاروائۍ به روانې ساتلې شي ۔ د اردو نيوز اتر مخه دا بنېزونه د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه د آپرېشن …
ايران سره د روابط لرلو تور ٬ هند او تركيه كښې په جوړو كمپنيو او كسانو نوې امريكائي بندېزونه

مزید خبریں
واشنګټڼ۔ 5 نومبر (اے پي پي) د امرېكې د خزانې محكمې د ايران سره د روابط لرلو په تور په هند او تركيه كښې په جوړوو كمپنيو او په ځېنې كسانو نوو بندېزونه لګولو سره خبردارے وركړے دے چې د ايراني حكومت مرسته كوونكې كسان او د ادارو خلاف كاروائۍ به روانې ساتلې شي ۔ د اردو نيوز اتر مخه دا بنېزونه د صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه د آپرېشن اكنامك آوټ كاسټ برخه دي ٬ د كوم مقصد چې د ايران د تېلو خرڅولو صلاحيت محدود كول دي٬ دغسې چې هغوي د امرېكې سره جنګ لپاره د خرڅونو تر سره كولو لپاره آمدن تر لاسه نه كړي۔ د خزانې محكمې تېره اوونۍ ادعا كړې وه چې دې كاروائيو څخه د ايران معيشت ته سخت زيان رسي ٬ د ايرانۍ كرنسۍ ريال قدر به نوې كمې كچې ته راشي او په هېواد كښې به ګراني نزدې 90 فيصد ته اورسي۔ د هغوي تر مخه د بندېزونو هدف يو پراخه مجرمانه نېټ ورك دے كوم چې په هند كښې مېشته سنيل كمار شرما چلولو۔ د بندېزونو په دائره كښې د هغه كور ودانې جپرېت پريتې شاهد ٬ او دوه نور هندي وګري او د شرما كاروبار سره تړلي 9 جلا جلا ادارې هم راغلي دي۔











