لاړکانه ۔ 05 نومبر (اے پي پي )د پیپلز پارټۍ چیئرمین بلاول بھټو زرداري د لاړکانه د بېلا بېلو سيمو دورې کولو سره د حق رسېدلي کونسلر حاکم سولنګي او حاجي رب نواز بھټو په مړينه د هغوي كورنيو سره ملااقات او لاس نيوه وكړه ، ده د حق رسېليو ثواب لپاره لاس نيوه وكړه او د غم جنيو كورنيو لپاره يې د صبر دعا وكړه ۔ د تفصیلات …
د بلاول بھټو زرداري لاړکانه ته تګ ، د حق رسېدلي کونسلر حاکم سولنګي او حاجی رب نواز بھټو د كورنۍ سره لاس نيوه

مزید خبریں
لاړکانه ۔ 05 نومبر (اے پي پي )د پیپلز پارټۍ چیئرمین بلاول بھټو زرداري د لاړکانه د بېلا بېلو سيمو دورې کولو سره د حق رسېدلي کونسلر حاکم سولنګي او حاجي رب نواز بھټو په مړينه د هغوي كورنيو سره ملااقات او لاس نيوه وكړه ، ده د حق رسېليو ثواب لپاره لاس نيوه وكړه او د غم جنيو كورنيو لپاره يې د صبر دعا وكړه ۔ د تفصیلات تر مخه چیئرمین بلاول بھټو زرداري د لاړکانه په اللہ آباد، ګلشن مدینه کالونۍ او د دړي ټاؤن دوره وكړه د حق رسېدلي کونسلر حاکم سولنګي كورنۍ سره يې لاس نيوه وكړه۔ بلاول بھټو زرداري د حق رسېدلي لپاره دعا كولو سره ووئېل د حاکم سولنګي مرګ خفګاني دے او د غم په دې وخت كښې د پیپلز پارټي قیادت او کارکنان د غم جنۍ كورنۍ په غم كښې برابر شریک دے۔ په دې موقع ده د چیئرمین بلاول بھټو زرداري د راتګ ، لاس نيوې او د خواخوږۍ مننه وكره ۔دغې نه پس چیئرمین بلاول بھټو زرداري د لاړکانه په ایمپائر ټاؤن کښې غلام بھټو كلي ته لاړو چرته چې هغه د ډپټي کمشنر ډاکټر مسعود بھټو او د يونين کونسل پخواني وائس چیئرمین منصف بھټو سره يې د هغه پلار د حاجی رب نواز بھټو په مړينه غمرازي ښكاره كړه ۔ بلاول بھټو زرداري د حق رسېدلي حاجی رب نواز بھټو ځامنو مقصود بھټو، اورنګزیب بھټو، کفایت بھټو، یونس بھټو او اویس بھټو سره هم ملاقات وكړو او هغوي سره يې غمرازي او فاتحه خواني وكړه ۔











