د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د شطرنج وړوكي ماسټر عبد الرحمن ملاقات

  کوئټه۔ 05 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د شطرنج وركوټي ماسټر عبدالرحمن ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزیراعلیٰ او عبد الرحمن ترمينځه د شطرنج يوه دوستانه سيالي هم وشوه۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د عبدالرحمٰن د ذهانت، صلاحیتونو او شطرنج لوبه كښې د مهارت ستائنې كولو سره هغه ته تعريفي سند او نغذ انعام وركړو۔ د ملاقات په مهال معلومه شوه چې …

 

کوئټه۔ 05 نومبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي سره د شطرنج وركوټي ماسټر عبدالرحمن ملاقات وكړو۔ په دې موقع د وزیراعلیٰ او عبد الرحمن ترمينځه د شطرنج يوه دوستانه سيالي هم وشوه۔ وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د عبدالرحمٰن د ذهانت، صلاحیتونو او شطرنج لوبه كښې د مهارت ستائنې كولو سره هغه ته تعريفي سند او نغذ انعام وركړو۔ د ملاقات په مهال معلومه شوه چې د شطرنج وړوكي ماسټر تعلق د كوئټې يوې بې وزلې كورنۍ سره دے او د هغه پلار بې روزګاره دے۔ وزیراعلیٰ د كوچني عبد الرحمن د صلاحيتونو ډاډګيرنې كولو سره سره د هغه د كورنۍ معاشي ستونزې محسوسې كړی او د هغه پلار ته يۍ د ملازمت وركولو اعلان وكړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل صوبائي حكومت به د بلوچستان صلاحيت لرونكو كوچنيانو ډاډګيرنې كولو سره سره هغوي سره هر ډول ممكن مرسته كوي۔ هغه د دې عزم څرګندونه وكړه چې د وسائلو كمے به د كوم هم صلاحيت لرونكو كوچنيانو د پرمختګ او كاميابۍ په لاره كښې خنډ نه جوړېږي

مزید خبریں