خېبر پښتونخوا كښې سرمايه كارۍ ته ودې وركولو له د اېس آئي  اېف سي او صوبائي حكومت ترمينځه همكاري روانه ده

  اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې سرمايه كارۍ ته ودې وكرولو او كاروباري موقعو څخه استفادې  او د اقتصادي زونز استعداد زياتولو له د اېس آئي اېف سي او صوبائي حكومت ترمينځه همكاري روانه ده۔ د اېس آئي اېف سي له مخې په دې لړ كښې ګورنر فېصل كريم كنډي خپل پلاوي سره د اېس آئي اېف سي دوره وكړه او اعلی چارواكو سره يۍ ملاقات وكړو …

 

اسلام آباد۔5نومبر(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې سرمايه كارۍ ته ودې وكرولو او كاروباري موقعو څخه استفادې  او د اقتصادي زونز استعداد زياتولو له د اېس آئي اېف سي او صوبائي حكومت ترمينځه همكاري روانه ده۔ د اېس آئي اېف سي له مخې په دې لړ كښې ګورنر فېصل كريم كنډي خپل پلاوي سره د اېس آئي اېف سي دوره وكړه او اعلی چارواكو سره يۍ ملاقات وكړو په كوم كښې چې په صوبه كښې د كاروبار او سرمايه كارۍ په موقعو او د سپېشل اكنامك زونز استعداد زياتولو په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال پلاوې د اېس آئي اېف سي لاندې د روانو ضابطه جاتي اصلاحات٬  كاروبار كښې سهولت رامنځ ته كولو او سرمايه كارو ته آسانۍ وركولو له د پورته كړو ګامونو په اړه خبر كړے شو۔ په دې په موقعه په خېبر پښتونخوا كښې سرمايه كارۍ ته ودې ٬ كاروباري چاپېريال ښه كولو او د صوبې معاشي استعداد څخه بشپړ استفادې له د همكارۍ اهميت په ډاګه كړے شو

مزید خبریں