د اي سي سي غونډه،  د دفاعي خدمات روانو پروژو لپاره 54 اربه روپۍ ،د اوبو مهمو پروژو لپاره 275 اربه روپو پشمول بيلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري

  اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د دفاعي خدمات روانو پروژو لپاره 54 اربه روپۍ او د اوبو مهمو پروژو لپاره 275 اربه روپو پشمول بيلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړه۔د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د بيلو وزارتونو …

 

اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د دفاعي خدمات روانو پروژو لپاره 54 اربه روپۍ او د اوبو مهمو پروژو لپاره 275 اربه روپو پشمول بيلو وزارتونو او ډويژنو لپاره د تکنيکي ضمني ګرانټس منظوري وركړه۔د اي سي سي غونډه د شورو په ورځ د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د بيلو وزارتونو او ډويژنو د اړخه وړاندې شوي 11 نکاتي ايجنډې جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د دفاع وزارت د اړخه وړاندې شوو درېو جلا جلا سمرو منظوري وركړې شوه چې پكښې د دفاعي خدمات بيلو روانو پروژو لپاره 54 اربه روپۍ، د لائنيج  ايل 1000 الوتكي شموليت لپاره يو ارب 9 كروړه 40 لكهه روپۍ دغسې د استقلال پراجيکټ لپاره 29 اربه 13 كروړه 90 لكهه روپۍ تکنيکي ضمني ګرانټس شامل دي،د دغه منظورو مقصد ضروري آپريشنل تقاضې پوره کول او د قامي سلامتيا ترجيحات ته وده وركول دي۔د كورنيو چارو وزارت په سمرۍ  اي سي سي د   فرنټيئر کور بلوچستان (شمالي) چورلكي خيال ساتلو او  رغونې ضروريات تر سره كولو لپاره 37 لكهه 10 زره روپۍ تکنيکي ضمني ګرانټ هم منظوري وركړه۔ کمېټۍ د وزيراعظم يوتھ بزنس اينډ ايګريکلچر لون سکيم ترمخه د پورونو بيلو درجو او بينك شرح سود كښې د مجوزه نظرثانۍ منظوري هم وركړه،  د نظرثاني شوې ډھانچې مقصد ځوانانو له په آسانو شرطونو تر مالي وسائلو رسنته وركول، کاروباري هلو ځلو ز او د روزګار موقعو زياتولو كښې مرسته كول دي۔په غونډه كښې کفايت شعاري او  د ايندھن تحفظ اقدامات په نتيجه كښې ترلاسه شوې 15 اربه 62 كروړه 50 لكهه روپۍ بچت  د وزيراعظم کفايت شعارۍ فنډ 2026 كښې د منتقل کولو منظوري هم وركړې شوه،د دې اقدام مقصد مالياتي نظم و ضبط او  د سرکاري وسائلو محتاط استعمال لا مستحکمول دي۔ اي سي سي مالي كال 2026-27 په مهال د ګاز پيدا کوونكو پانګو په 5 كلوميټره كښې نزدې كليو له  وركولو لپاره د يو ارب روپو تکنيکي ضمني ګرانټ هم منظور وركړه،دې سره به د ګاز بنيادي ډھانچې پرمختګ او پيداواري سيمو نزدې ودانيو ته د قدرتي ګاز  وركولو له مرسته تر لاسه شي۔په غونډه كښې د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري، د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك، د خزاني وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن ، وفاقي سيکرټريز او اړوندو وزارتونو، ډويژنو او محکمو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔

 

 

 

 

 

مزید خبریں