اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري ون کانسټي ټيوشن ايونيو منصوبې په اړه انکشاف کښې ووئيل قامي احتساب بيورو (نيب) د اړخه بيا بيا د موقعو وركولو باوجود اثر لرونكي 7 نه تر 8 كسان د خپل فليټس اغستلو قانوني ثبوت او مني ټريل وركولو كښې ناكامه راغلي، په هغې كښې باني پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) هم مشامل …
ون کانسټي ټيوشن ايونيو سکينډل، د باني پي ټي آئي پشمول اثر لرونكې كسان د فليټس قانوني ريکارډ وركولو كښې ناکامه راغلل، نيب كښې کليم ثابت نه کړے شو۔طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري ون کانسټي ټيوشن ايونيو منصوبې په اړه انکشاف کښې ووئيل قامي احتساب بيورو (نيب) د اړخه بيا بيا د موقعو وركولو باوجود اثر لرونكي 7 نه تر 8 كسان د خپل فليټس اغستلو قانوني ثبوت او مني ټريل وركولو كښې ناكامه راغلي، په هغې كښې باني پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) هم مشامل دے چا چې د فليټ کوم قانوني کليم نيب كښې ثابت نه كړو۔ده د شورو په ورځ د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د منصوبه بندۍ،پرمختګ و اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔د كورنيو چارو وزير مملکت سينيټر طلال چوهدري ووئيل تيرو شلو كلونو كښې كله چې هم د ون کانسټي ټيوشن ايونيو په ضد کارروائي شوې ،هغه يواځې د مسلم ليګ (ن) په حکومت كښې شوې،هغه كه ايف آئي اے د اړخه پلټني پيل كيدل وي، د منصوبې حکومتي تحويل كښې اخستل يا د لوظنامې منسوخ كول وي۔طلال چوهدري ووئيل د مسلم ليګ (ن) اوسني حکومت كښې د قانون نافذ کوونكو ادارو هر اقدام د كوم هم سياسي انتقام يا مخ ملازې ترمخه نه دے، بلکه هېواد كښې د امتياز نه غير د قانون يو ډول برلاسي لپاره دے۔











