اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د سنېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر د پاسپورټ د اجرا په نظام كښې ښه والے، د جديد ټيکنالوجۍ كارولو او داولسي سهولتونو ودې لپاره د حکومت لخوا د شوو اقداماتو ستائنې كولو سره ووئيل د پاسپورټ ډائريکټوريټ کارکردګي او اداره جاتي اصلاحات لپاره شوې هڅې د ستائنې وړ دي٬ ده امر وكړو چې دا اقدامات دې لا زياتولو سره د پاسپورټ …
د پاسپورټ ډائريکټوريټ کارکردګۍ او اداره جاتي اصلاحات لپاره هڅې د ستائنې وړ دي٬ د پاسپورټ نظام جديد تقاضو سره دې سم كړے شي۔ سيدال خان ناصر

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د سنېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر د پاسپورټ د اجرا په نظام كښې ښه والے، د جديد ټيکنالوجۍ كارولو او داولسي سهولتونو ودې لپاره د حکومت لخوا د شوو اقداماتو ستائنې كولو سره ووئيل د پاسپورټ ډائريکټوريټ کارکردګي او اداره جاتي اصلاحات لپاره شوې هڅې د ستائنې وړ دي٬ ده امر وكړو چې دا اقدامات دې لا زياتولو سره د پاسپورټ نظام جديد تقاضو سره سم كړے شي٬ دا خبرې د سېنېټ دوهم چيئرمېن د اميګريشن اينډ پاسپورټس ډائريکټر جنرل چوهدري محمد علي رندھاوا سره كړي۔ په دې موقع قبائلي مشرانو، وکيلانو، د سول سوسائټۍ استازة، زده كوٶنكو او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصيات هم د پارلمان په ودانۍ كښې دوي سره ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې په اولسي مسئلو او د هېواد په سياسي او معاشي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔











