اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) پاکستان او برتانيه د ترهګرۍ په ضد دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې له د عزم پخلے٬ اداره جارتي روابط قوي كولو ته اتفاق كړے دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان او برتانيه ترمېنځه په اسلام آباد كښې د شورو په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي (سي ټي) خبرې اترې وشوې چې پكښې د نړيوال او سيمه …
د پاکستان او برتانيه د ترهګرۍ په ضد دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې له د عزم پخلے٬ اداره جارتي روابط قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) پاکستان او برتانيه د ترهګرۍ په ضد دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې له د عزم پخلے٬ اداره جارتي روابط قوي كولو ته اتفاق كړے دے۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د پاکستان او برتانيه ترمېنځه په اسلام آباد كښې د شورو په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي (سي ټي) خبرې اترې وشوې چې پكښې د نړيوال او سيمه ايز امنيت په بدلېدونكې ماحول تفصيلي او ګټورې خبرې وشوې او د ترهګرو تنظيمونو پشمول د نړيوالې ترهګرۍ نېټ ورکس څخه په رامخې ته شوو خطرو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د پاکستان پلاوي مشري د سي ټي ډائريکټر جنرل ډاکټر فريحه بګټي كوله او د برتانيه د پلاوي مشري د فارن، کامن ويلتھ اينډ ډويلپمنټ آفس د نيشنل اينډ اکنامك امنيت ډائرېكټر تھامس بېري كوله۔ په دې موقع د برتانيه لخوا په پاکستان كښې د ترهګرۍ پېښو كښې په ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونې كولو سره په دې جنګ كښې پاکستان سره د اودرېدو پخلے وكړے شو٬ دواړو ډلو په افغانستان كښې او هلته كار كوونكو ترهګرو ډلو پشمول د ټي ټي پي څخه په رامخې ته شوو مسلسل خطرو اندیښنه څرګنده كړه او په سيمه كښې تل پاتي امن او خوشحالۍ لپاره يې د يو مستحکم او محفوظ افغانستان ضرورت د دې بنياد وګرځولو۔ دواړو ډلو د ترهګرۍ په ضد د دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه مرستې هم جاج واخست او د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي له يې د خپل عزم پخلے وكړو٬ د خبرو اترو په مهال د ترهګرۍ د نوو رجحاناتو پشمول ناسمه معلومات، ګمراه كوونكو كمپائنز، د سوشل ميډيا پليټ فارم ناسمه كارولو او د رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز مقابلې لپاره د شراکت دارۍ نوو لارو لټولو ته هم پام وګرځولے شو۔ د خبرو په مهال دواړو اړخونو په سيمه ايز استحکام او امنيت كښې د پاکستان د کردار اعتراف وكړٶ٬ پاکستان او برتانيه اداره جاتي روابط لا قوي كولو او د مشتركه ترهګرۍ په ضد هدفونه مخ په وړاندې بوتللو لپاره رسمي رابطې په ځائے ساتلو ته اتفاق وكړٶ٬ په دې خبر هم سلاه يوه شوه چې د پاکستان۔برتانيه د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د خبرو بل پړاٶ د پرېكنده پروګرام له مخې په راتلونكې كال كښې په برتانيه كښې كېږي۔











