د ون کانسټيټيوشن ايونيو په منصوبه كښې زياتي بے ضابطګۍ او  فراډ په ګوته شوے، سرمايه کارو له اصل روپۍ سره د کائبور د سود شرح سره د بيرته وركولو پريكړه

  اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و اصلاحات و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي  د ون کانسټيټيوشن ايونيو په منصوبه كښې زياتي بے ضابطګۍ او  فراډ  په ګوته شوے چې ورسره قامي خزاني ته هم دېر زيان رسېدلے، حکومت  د ځپلو سرمايه کارو تحفظ، د هغوي اصل سرمايه کاري بيرته وركولو او د ذمه وارو په ضد د قانوني کارروائي …

 

اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ و اصلاحات و خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي  د ون کانسټيټيوشن ايونيو په منصوبه كښې زياتي بے ضابطګۍ او  فراډ  په ګوته شوے چې ورسره قامي خزاني ته هم دېر زيان رسېدلے، حکومت  د ځپلو سرمايه کارو تحفظ، د هغوي اصل سرمايه کاري بيرته وركولو او د ذمه وارو په ضد د قانوني کارروائي پريكړه كړې ده ۔وفاقي کابينې د غونډي نه پس په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم د اړخه جوړي شوې شريكې تحقيقاتي ډلي (جے آئي ټي) رپورټ کابينې ته وړاندې كړے شوے چی پكښې نيب، اېف آئي اے، اېف بي آر، اېس اي سي پي، آئي بي او آئي ايس آئي استازي شامل وو۔ کابينې د رپورټ جاج اخستلو نه پس د هغې منظوري وركړه۔ده ووئيل جے آئي ټي د منصوبې بډنګ او نيلامۍ عمل كښې بے ضابطګۍ ، قواعد كښې ښكاره نرمي، مخصوص کمپنۍ ته ګټې ورسولو،د بينك ګارنټي شرط ختمولو او  د سي ډي اے افسرانو بې غوري او ښكاره جوړه جاړه رامخې ته کړې ده۔ رپورټ له مخې كومي کمپنۍ ته چې ليز وركړے شوے،هغه د دې جوګه نه وه دغسې قانوني کارروائي او د منصوبې د منظورۍ مراحل هم مشکوك ګرځولې شوي۔احسن اقبال ووئيل منصوبه د فائيو اسټار هوټل په توګه منظور شوې،دغسې دې نه پس هغه په اپارټمنټس بدلولو سره خرڅه كړې شوې چې ورسره نه يواځې قامي خزانې ته زيان رسيدلے بلکه ګڼ شمير پاكستاني وګړي هم د خپلو روپو څخه محروم شوي۔ده ووئيل حکومت نه غواړي چې د دې فراډ ښكار شوي وګړي مالي زيان پورته كړي،دې لپاره به نه يواځې هغوي ته خپل اصل سرمايه کاري بيرته وركولې بلكه د کائبور له مخې د هغې مالي قدر به هم ادا كولې شي دغسې چې ځپلې شوي كسان د زيان څخه بچ كړے شې۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل ټوله منصوبه به بيا مخ په وړاندې بوتللې شي او په سپيځلي ډول به بيا بولي كولې شي دغسې چې قانوني تقاضې تر سره كولو سره منصوبه بشپړه كړې شي۔

مزید خبریں