د پاکستان او د سعودي تعليمي او كلتوري څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكو لا مستحكمولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ ډاکټر خالد مقبول صديقي

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي  د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تعليمي او كلتوري څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ دا خبرې ده په پاکستان  كښې د سعودي عرب سفير ډاکټر راجح طامي البقمي سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د وفاقي تعليم سيکرټري …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير ډاکټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي  د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه تعليمي او كلتوري څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو تاريخي اړيكې لا مستحكمولو كښې مهم كردار لوبولې شي۔ دا خبرې ده په پاکستان  كښې د سعودي عرب سفير ډاکټر راجح طامي البقمي سره ملاقات كښې كړې۔ په دې موقع د وفاقي تعليم سيکرټري نديم محبوب او د تعليم وزارت لوړ پوري هم موجود وو۔ په ملاقات كښې د تعليم، لوړو زده كړو، وظيفائي تربيې، كلتوري تبادلو او د علمي مرستې پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه او د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو او تعليمي و تحقيقي ادارو ترمېنځه روابط زياتولو ته اتفاق وكړو ۔ دواړو ډلو د زده كوٶنكو او استاذانو د تبادلې پروګرامونو، د سكالرشپس موقعو زياتولو٬ د استاذانو وظيفائي ترقۍ او  د تعليمي ادارو د كار استعداد زياتولو د امكانات هم جاج واغست۔

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مزید خبریں