د پاکستان او آذربائيجان دوستي د شريك باور او غېر متزلزل يووالي مظهر ده، دوه اړخيزه مرستې ته لا پراختيا وركوٶ۔ شزا فاطمه خواجه

  اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه اړيكې په وروررولۍ ، شريك باور او د غېر مشروط  يووالي په مضبوطو بنيادونو جوړې دي۔ دې دا خبره د  شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د جمهوريه آذربائيجان د "يوم فتح" سالګرې په موقع دستورې ته د خاص مېلمنې په حېث خپلې …

 

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه اړيكې په وروررولۍ ، شريك باور او د غېر مشروط  يووالي په مضبوطو بنيادونو جوړې دي۔ دې دا خبره د  شورو په ورځ په اسلام آباد كښې د جمهوريه آذربائيجان د “يوم فتح” سالګرې په موقع دستورې ته د خاص مېلمنې په حېث خپلې وېنا كښې وكړه۔ شزا فاطمه خواجه ووئيل  دواړو وروڼو هېوادونو په هر نړيوال فورم د يو بل د اصولي موقف تل غېر متزلزل ملاتړ كړے دے او دا تاريخي خپلولي اوس په تجارت، سرمايه کارۍ، دفاع او په خاص توګه د  ډيجيټل ټرانسفارميشن په جديد ميدانونو كښې د يوې فعاله شراکت دارۍ صورت اختيار كړے دے۔ د آذربائيجان سفير عرفان داٶدوف  په كوربتوب كښې تابيا دستوره كښې کمانډر آرمي ايئر ډيفنس ليفټيننټ جنرال سرفراز، د وفاقي کابينې غړٶ، د پارلمان غړو، د دوست هېوادونو سفيرانو، سينئر عسکري و سول چاوراكو او نوموړو شخصياتو ګډون وګړو۔ دې د وزيراعظم په باکو كښې په يوم فتح پريډ كښې د تاريخي ګډون ذكر كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو د سرودونو غږ او د ځواكونو همكاري په نړۍ ةز شريك اتحاد ثابت كړے۔ وفاقي وزيرې په ډيجيټل مرسته رڼا اچولو سره ووئيل د آذربائيجان صدر لخوا په اسلام آباد كښې جوړ كړے شوے “آسان خدمت مرکز” د ورورولۍ اړيكو روښانه مثال دے چې د لارې ئې وګړو ته په يو ځائے ټول سركاري خدمات وركړے كېږي٬ حکومت دا جديد ماډل  تر آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او د هېواد تر نورو برخو د پراخه كولو عزم لري۔ وفاقي وزيرې په جولائي كال 2024 كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د آئي سي ټي د مفاهمتي ياددښت حواله وركولو سره ووئيل ډيجيټل معيشت، ټيلي کام او د ټيکنالوجي په څانګو كښې د دواړو هېوادونو پېشرفت د ډاډ وړ دے ۔ د دستورې په پائې كښې وفاقي وزيرې د آذربائيجان د  پرله پسې  پرمختګ، خپلواكۍ او امن و استحکام لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره دا چغه اووهله چې تل دې وي د “پاکستان آذربائيجان دوستي”

مزید خبریں