د پارليمنټ هاؤس او لاجز امنيت دې د جديد ټيكنالوجي د لارې موثر كړے شي۔سيدال خان ناصر

  اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر د پارليمنټ هاؤس او پارليمنټ لاجز امنيت د جديد ټيكنالوجي د لارې لا موثره كولو او  د پارلماني غړو پشمول د وګړو تحفظ لپاره د امنيتي انتظامات ښه كولو سپارښتنه وكړه۔د سېنېټ سيكرټريټ له مخې دا خبره ده د شورو په ورځ د اسلام آباد ډي آئي جي سكيورټي عمر فاروق سره پارليمنټ هاؤس كښې …

 

اسلام آباد 04 نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر د پارليمنټ هاؤس او پارليمنټ لاجز امنيت د جديد ټيكنالوجي د لارې لا موثره كولو او  د پارلماني غړو پشمول د وګړو تحفظ لپاره د امنيتي انتظامات ښه كولو سپارښتنه وكړه۔د سېنېټ سيكرټريټ له مخې دا خبره ده د شورو په ورځ د اسلام آباد ډي آئي جي سكيورټي عمر فاروق سره پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه چې پكښې په امنيتي چارو او وفاقي پايه تخت كښې د امن و امان صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع سيدال خان ناصر ووئيل پارليمنټ هاؤس او پارليمنټ لاجز  د قامي اهميت لرونكي ځايونه دي چرته چې د امنيت تر تولو اعلیٰ معيار به باوري كولې شي او په دې اړه به بے غوري ونه كړې شي۔ده سپارښتنه وكړه چې امنيت او د نګرانۍ نظام دې د جديد ټيكنالوجي د لارې كوټلے كړے شي او  جديد آلات، موثر مانيټرنګ او د سمدستي غبرګون نظام دې لا مستحكم كړے شي۔ده ووئيل سېنېټ و قامي اسمبلۍ غړي او عامو وګړو د مال او ځان تحفظ د رياست ذمه واري ده، محفوظ او امناكه ماحول كاروباري، تجارتي او روزمره هلو ځلو زياتولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں