اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي پارليماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاکستان په ځائې توګه د جوړ كړې شوي وړومبې اېف اے اے زيډ ايئر ټو ايئر ميزائل کاميابه تجربه د دفاعي خپلواكۍ پلو لويه كاميابي ده۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس خپل بيان كښې ده ووئيل دا کاميابي د پاکستان د دفاعي صلاحيتونو، سائنسي …
د پاکستان په ځائې توګه د جوړ كړي وړومبي اېف اے اے زيډ ايئر ټو ايئر ميزائل کاميابه تجربه د دفاعي خپلواكۍ پلو لويه كاميابي ده۔بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي پارليماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي د پاکستان په ځائې توګه د جوړ كړې شوي وړومبې اېف اے اے زيډ ايئر ټو ايئر ميزائل کاميابه تجربه د دفاعي خپلواكۍ پلو لويه كاميابي ده۔د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايکس خپل بيان كښې ده ووئيل دا کاميابي د پاکستان د دفاعي صلاحيتونو، سائنسي پوهې او د خپلواكۍ په اړه يو د وياړ وړ كاميابي ده۔دې سره به د پاکستان ايئر فورس آپريشنل صلاحيتونو ته وده ترلاسه شي دغسې د هېواد دفاعي صنعت تکنيکي پرمختګ او د پاکستانو سائنسمدارو او انجينئرانو خواري هم راښكاره شوې۔دغسې په دې مهال بيرسټر دانيال چوهدري د هېواد دفاع ناقابل تسخير جوړولو كښې كردار ترسره كوونكو سائنسمدارو، انجينئرانو او پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔











