د تهائي لېنډ خارجه وزير به په 12 نومبر د ميانمار دوره كوي

  بنكاك۔ 4 نومبر (اے پي پي) د تهائي لېنډ خارجه وزير وئېلي دي هغه به په 12 نومبر د ميانمار دوره كوي  ۔ دا دوره د سوئېلې ختېځې اسيا هېوادونو  د تنظيم (آسيان) د سيمه ايزو مشرانو  غونډې نه څو ورځې وړاندې  كېږي چې پكښې  بنكاك د ميانمار سره  اړېكې معمول ته په راوستو به زور راوړي ۔ د بنګله دېش نيوز ايجنسۍ  بي ايس ايس تر مخه  خارجه …

 

بنكاك۔ 4 نومبر (اے پي پي) د تهائي لېنډ خارجه وزير وئېلي دي هغه به په 12 نومبر د ميانمار دوره كوي  ۔ دا دوره د سوئېلې ختېځې اسيا هېوادونو  د تنظيم (آسيان) د سيمه ايزو مشرانو  غونډې نه څو ورځې وړاندې  كېږي چې پكښې  بنكاك د ميانمار سره  اړېكې معمول ته په راوستو به زور راوړي ۔ د بنګله دېش نيوز ايجنسۍ  بي ايس ايس تر مخه  خارجه وزير سېهاسك پهوانګ كيت كيو  دا دوره  د دوارو هېوادونو د زياتېدونكې  تاو تريخوالي په مهال كېږي۔ د شورو په شپه  د اعلان كړې دورې وخت  د 16 نه تر 18 نومبر منيلا كښې  د آسيان شر مشرېزې غونډې نه وړاندې ټاكلے شوے دے۔   سيها پهوانګ ميت كيو بېجنګ كښې خبريالانو ته ووئېل  زمونږ جكومت د سر مشريزې غونډې نه وړاندې د ميانمار تازه  موقف  معلومول غواړي۔  هغه ووئېل   د ټولو ډلو د اړخه تاو تريخوالي كښې كمے  او د ضروري خبرو اترو او د ساز ماحول رامخې ته كېدو له به مرسته تر لاسه شي۔هغه ووئېل كه كوم پېشرفت كېږي نو دا به  يو ګټور پېشرفت وي   كوم چې د آسيان  لاروښود د ميانمار وضعې او د تنظيم غونډه كښې  زمونږ د ګدون په اړه د راروانې تګلارې تر سره كولو  په مهال تر نظره ساتلے شي۔

 

 

 

مزید خبریں