انټيګو۔ 4 نومبر (اے پي پي) كاناډا د روسيه او بېلا روس د آئس هاكۍ لوبغاړي راروانه ميشات په ورلډ جونيئر چيمپيئن شپ كښې د ګدون نه د ايسارولو اعلان كړے دے۔ د رائترز تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك كارني د نهې په ورځ واضحه كړې وه د يوكرېن جنګ تر دوام لرلو د دواړو هېوادونو لوبغاړو ته به كاناډا كښې د نمائندګۍ كولو اجازه ورنه كړې شي ۔ …
كاناډا د روسيه او بېلا روس په هاكۍ لوبغاړو د بندېز اعلان ٬ په ورلډ چېمپيئن شپ كښې به ګدون نشي كولې

مزید خبریں
انټيګو۔ 4 نومبر (اے پي پي) كاناډا د روسيه او بېلا روس د آئس هاكۍ لوبغاړي راروانه ميشات په ورلډ جونيئر چيمپيئن شپ كښې د ګدون نه د ايسارولو اعلان كړے دے۔ د رائترز تر مخه د كاناډا وزيراعظم مارك كارني د نهې په ورځ واضحه كړې وه د يوكرېن جنګ تر دوام لرلو د دواړو هېوادونو لوبغاړو ته به كاناډا كښې د نمائندګۍ كولو اجازه ورنه كړې شي ۔ ورلډ جونئير چېمپئين شپ د دسمبر د وروستۍ اوونۍ نه د جنورۍ د پېل پورې به د كاناډا ابرټا ولايت كښې كېږي۔وزيراعظم مارك كارني انټيګوا كښې يوې سر مشريزې غونډې نه پس خبريالانو ته ووئېل د روسيه او بېلا روس د اړخه د يوكرېن خلاف د جنګ روانه ساتلو پورې د دغې هېوادونو لوبغاړي به كاناډا كښې سيالو كښې برخه نشي اغستلې ۔ كاناډا د دې نه وړاندې د لوبو د ثالثۍ عدالت په دې پرېكړه هم ټكونه كړې دي د كومې تر مخه چې د روسيه لوبغاړو ته په نړيوال آئس هاكي فېډرېشن سيالو كښې د ګدون اجازه وركړې شوې وه۔











