لاهور 04 نومبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي په ګيانا كښې د آئي اېم سي اوور 40 کرکټ ورلډ کپ په ګټلو د پاكستان اوور 40 کرکټ ډلې له مباركي وركړې ده۔ محسن نقوي خپل بيان كښې ووئيل د پاکستان اوور 40 کرکټ ټيم په فائنل كښې آسټراليا ته په ماتې وركوو د هېواد نامه روښانه كړه٬ د ګيانا په مېدانونو …
د پي سي بي چيئرمېن په ګيانا كښې د آئي اېم سي اوور 40 کرکټ ورلډ کپ په ګټلو پاكستانۍ ډلې له مباركي وركړه

مزید خبریں
لاهور 04 نومبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي په ګيانا كښې د آئي اېم سي اوور 40 کرکټ ورلډ کپ په ګټلو د پاكستان اوور 40 کرکټ ډلې له مباركي وركړې ده۔ محسن نقوي خپل بيان كښې ووئيل د پاکستان اوور 40 کرکټ ټيم په فائنل كښې آسټراليا ته په ماتې وركوو د هېواد نامه روښانه كړه٬ د ګيانا په مېدانونو كښې د ورلډ کپ ګټل پاکستان لپاره يو لويې درناوے دے۔ ده ووئيل په جام كښئ د 15 نړيوالو لوبډلو د شتوالي باوجود پاکستانو لوبغاړٶ د زړه پورې کارکردګۍ څرګندونه كولو سره په نړيواله كچه خپل صلاحيتونه ښودلې دي۔ ده په پاکستان كښې د ويټرنز کرکټ ودې او دې په زړه پورې کاميابۍ كښې د فواد اعجاز خان او د پاکستان ويټرنز کرکټ ايسوسي ايشن هلې ځلې د ستائنې وړ ګرځولو سره ووئيل په دې كاميابۍ ټول لوبغاړي او انتظاميه د مباركۍ مستحق دي ۔ ده ووئيل د پاکستان اوور 40 کرکټ ډلې د ټولو لوبغاړو او انتظاميه له مباركي وركوم۔











