اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره اولس سره د ښو اخلاقو ٬ خواخوږۍ او د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي، د اولس خدمت لويه ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ وفاقي وزير د کيئر …
په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو تر مخه اولس سره د ښو اخلاقو څرګندونه كول وي۔ وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي په کيئر 1166 كار كونكې عملې له به د خپلو ذمه وارو احساس كولو سره اولس سره د ښو اخلاقو ٬ خواخوږۍ او د ذمه وارۍ څرګندونه كول وي، د اولس خدمت لويه ذمه واري ده او په دې كښې به هېڅ ډول بې غوري ونه زغملې شي۔ وفاقي وزير د کيئر 1166 د پاکستان وړومبي سټيزن سينټرل پورټل اجراء په اړه په اېف ډي آئي كښې په دې لړ كښې د پرانستې دستورې ته وېنا كښې ووئيل د دې نظام بنيادي مقصد د هېواد هر وګړي ته د روغتيا په اړه مسئلې او ګېلې تر حكومت رسولو لپاره يو آسانه او موثره ذريعه وركول دي۔ ده ووئيل اوس به د لرې پرتو سيمو خلق هم په يو فون كال خپلې ګېلې اړوند چارواكو ته رسولې شي٬ دې اقدامات څخه به په خاص توګه مېرمنې٬ غريب او د محرومو طبقو غږ تر سركاري ادارو رسولو آسان شي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل دروغتيا قامي وزارت مقصد يوازې اولسي ګېلې اورېدل نه بلكې د دې موثر او په وخت ازاله باوري كول هم دي٬ د کيئر 1166 د لارې به ګرد هېواد كښې د روغتيا مسئلو حقيقي صورتحال رامخې ته شي٬ چې ورسره به د دې حل لپاره كوټلو ګامونو له مرسته تر لاسه شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې کيئر 1166 به د اولسي خدمت، سپېځلتيا او د ځواب وركړې يو موثر نظام جوړولې شي دغسې چې د هېواد هر وګړے د روغتيا په اړه د مسئلو حل لپاره تر حکومتي ادارو رسنه ترلاسه كړي۔











