د مصر او ايران خارجه وزيرانو تماس ٬  سيمه ايز تاو تريخوالے كمولو او په سفارتي هلو ځلو خبرې

  قاهره۔ 4 نومبر (اے پي پي)  د مصر  او ايران خارجه وزيرانو سيه ايز تاؤ تريخوالے كمولو ٬ سفارتي هلو ځلو ته په ودې وركولو او د ټولو ډلو ګېلې لرې كولو لپاره  يوې جامع لوظ نامې ته په رسېدو خبرې كرې دي۔ د شنهوا تر مخې  تېره ورځ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي او د هغه د ايران هم منصب سيد عباس عراقچي تر مينځه په ټېلې …

 

قاهره۔ 4 نومبر (اے پي پي)  د مصر  او ايران خارجه وزيرانو سيه ايز تاؤ تريخوالے كمولو ٬ سفارتي هلو ځلو ته په ودې وركولو او د ټولو ډلو ګېلې لرې كولو لپاره  يوې جامع لوظ نامې ته په رسېدو خبرې كرې دي۔ د شنهوا تر مخې  تېره ورځ د مصر خارجه وزير بدر عبدالعاطي او د هغه د ايران هم منصب سيد عباس عراقچي تر مينځه په ټېلې فون خبرې وشوې چې پكښې د منطقې د تازه وضعې جاج واغستلے شو۔ مصري خارجه وزارت نه د جاري بيان تر مخه  دواړو لارښودو اندیښنه ولرله  چې اوسنے صورتحال  يو وارې بيا  عسكري تاو تريخوالي كښې د زياتوالي باعث جوړېدے شي۔  هغوي  خبرو اترو او سفارت كارۍ ته د پام لرنې او د خبرو اترو بيا پېل كولو په هڅو هم خبرې وكړې۔  په دې مهال  بدر عبدالعاطي په ټوولو ډلو زور راوړو  چې هغوي د لچك څرګندونه وكړې او د بحران سياسي  حل لپاره  جدي هڅې وكړي  دغسې چې منطقه  د سنګينو خطرو څخه اوساتلې شي۔هغه د خليج هېوادونو سلامتيا د مصر لپاره د خاص اهميت وړ وګرځوله۔دا رابطه د امرېكې او  ايران د زياتېدونكې  تاو تريخوالي تر مخه شوې ده ۔                   

مزید خبریں