د اسپېن د ټرانسپورټ وزير سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس استعفې وړاندې كړه

  مېډرډ۔04 نومبر (اے پي پي) د اسپېن د ټرانسپورټ وزير آسكر پوئنټے سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس د خپلې چوكۍ څخه  د استعفې  وركولو اعلان  كړے دے۔ د اسپېن  دولتي نشرياتي ادارې آر ټي وي اي  تر مخه   آسكر پوئنټے د كانګرېس  آف ډېپوټېز د قائمه كمېټۍ  په غونډه كښې د خپلې استعفې  وړاندې كولو اعلان وكړو چرته چې هغه په 28 اكتوبر د رامخې …

 

مېډرډ۔04 نومبر (اے پي پي) د اسپېن د ټرانسپورټ وزير آسكر پوئنټے سږ كال د دوو لويو ټرېن پیښو نه پس د خپلې چوكۍ څخه  د استعفې  وركولو اعلان  كړے دے۔ د اسپېن  دولتي نشرياتي ادارې آر ټي وي اي  تر مخه   آسكر پوئنټے د كانګرېس  آف ډېپوټېز د قائمه كمېټۍ  په غونډه كښې د خپلې استعفې  وړاندې كولو اعلان وكړو چرته چې هغه په 28 اكتوبر د رامخې ته شوې پیښې په اړه د غړو د پوښتنو ځوابونه وركول ۔ هغه ووئېل  د يو كال نه هم په لږه موده كښې   دغسې لوو سنګېنو پیښو نه پس  د كوم وزير په چوكۍ پاتي كېدل مناسب نه ده  ٬ هر څو چې د دواړو پیښو نوعيت مختلف وي يا پكښې وزير  ذمه وار نه وي۔ آسكر پوئټنے ووئېل  ما د پیښو نه سمدستي  پس د استعفې وړاندې كولو پرېكړه كړې وه   خو د رېلوے  حفاظت باوري  لپاره  د سمدستي اقدامات  په غرض دا اعلان ځنډولے شوے ؤ۔ هغه ووئېل تر دې چې په 29 نومبر كېدونكو ټاكنو كښې به هغه  د سوشلسټ وركرز پارټۍ  د اړخه  په بلدوليد سيمه كښې د كانديدانو د نوم لړ مشري هم نه كوي۔ياد دې وي د ټرېنونو په ورستۍ پیښه كښې 63 كسان مړه شوې وو او يو شمېر ژوبل شوي دي ۔

مزید خبریں