اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د نېشنل فوډ سېكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير ډاکټر راجع طامي البقمي سره په غونډه كښې زراعت، لائيوسټاک، تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د امكانات جاج واخست٬ د ډلو لخوا د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې ورورولۍ او د …
وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د سعودي عرب سفير ډاکټر راجع طامي البقمي سره غونډه، زراعت، لائيوسټاک، تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د امكانات جاج

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د نېشنل فوډ سېكيورټي اېنډ ريسرچ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په پاکستان كښې د سعودي عرب سفير ډاکټر راجع طامي البقمي سره په غونډه كښې زراعت، لائيوسټاک، تجارت او د سرمايه کارۍ په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو لپاره د امكانات جاج واخست٬ د ډلو لخوا د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه د اوږدې مودې ورورولۍ او د تزويراتي اړيكو پخلي كولو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې مضبوط سياسي روابط به په عملي اقتصادي او زرعي مرسته به بدلولې شي۔ په غونډه كښې د سعودي د كر كېلې وزير د اوسنۍ دورې نه وروستو په پيشرفت او د شريكې مرستې په ترجيحي څانګو كښې پيشرفت لپاره د جوړې كړې مشترکه تکنيکي ډلې په چاروهم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير سعودي عرب ته د پاکستان زرعي برآمدات كښې زياتوالي لپاره د عزم څرګندونې كولو سره په خاص توګه باسمتي وريژې، حلاله غوښه، د لائيوسټاك مصنوعات او د شنې ګيا برآمدات په زياتولو زور راوړلے شو۔ د سعودي سفير ووئيل سعودي عرب د وريژو په مجموعي درآمدات كښې د پاکستانو وريژو برخه لس فيصده او د هند نزدې 90 فيصده ده٬ د داوړو اړخونو څخه په دې خبره سلاح يوه شوه چې معيار، مسابقت، د رسد كچه، پيکنګ او د تجارتي تقاضو په اړه مسئلې حل كولو سره د سعودي په ماركيټ كښې د پاكستانو وريژو برخه زياتېدې شي











