اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د ايل پي جي سيکټر كښې مسابقت ته زياتولو سره اجاره داري ختمولو لپاره ګامونه اخلو ، وزيراعظم د توان نړيوال بحران باوجود اولس له ريليف وركولو له اقدامات کړي، د ټارګټډ فيول ريليف سکيم د لارې مستحق طبقو ته سهولت وركړے كيږي،په وړمبي ځل د آئل ريفائنريز ګټه اولس ته …
په ايل پي جي سيکټر كښې اجاره داري ختمولو او د مسابقت زياتولو لپاره ګامونه اخلو ،په وړومبي ځل د آئل ريفائنريز ګټه اولس ته ورسولې شوه ۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د ايل پي جي سيکټر كښې مسابقت ته زياتولو سره اجاره داري ختمولو لپاره ګامونه اخلو ، وزيراعظم د توان نړيوال بحران باوجود اولس له ريليف وركولو له اقدامات کړي، د ټارګټډ فيول ريليف سکيم د لارې مستحق طبقو ته سهولت وركړے كيږي،په وړمبي ځل د آئل ريفائنريز ګټه اولس ته رسولې كيږي۔د نهي په ورځ د پټروليم وزير علي پرويز ملك سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د ټول بحران په مهال اولسي ګټې ته پام لرنه كړې او دا خبره ئې باوري كړې چې په اولس به زيات بار نه اچولې كېږي ۔په وړومبي پړاؤ كښې 133 اربه روپۍ سبسډي وركړې شوې چې د لارې ئې پټرول او د ډيزل بيعو كښې د زياتوالي مخنيوے او د ايندھن وركړه باوري كولو لپاره اقدامات شوي۔اوس د ټارګټډ سبسډي ترمخه فيول ريليف سکيم روان دے۔ده ووئيل د وزيراعظم سوچ او وژن له مخې ټارګټډ سبسډي وركړې كيږي او دا خبره باوري كيږي چې فيول ريليف سکيم څخه محرومې او مستحقې طبقي مستفيد شي۔ وفاقي وزير ووئيل په تاريخ كښې په وړمبي وارې د آئل ريفائنريز ګټه اولس ته رسولې كيږي۔ ده ووئيل د ايل پي جي سيکټر په اړه پريكړه شوې چې مسابقت ته به وده وركولې شي،د يو څو كسانو اجاره داري او د ډېرې مودې راهسې رائج صوابديدي کوټه سسټم به ختمولې شي۔ده ووئيل وزيراعظم اولس له د ريليف وركولو لپاره په مړانه پريكړي كړي۔ده ووئيل ايل پي جي سيکټر كښې مسابقت ته به وده وركولې شي۔ده ووئيل د ريفائنريز څخه ګټه په بيرته اغستلو اولس ته وركړې كيږي،داسې په هېواد كښې په وړومبي ځل كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل ټوله نړۍ كښې د تيلو بيعه زياته شوي او د توان بحران راپيدا شوے خو پاکستان كښې وزيراعظم ميکرو اکنامك استحکام برقرار ساتلو سره سره اولس له ريليف وركولو له ګامونه پورته كړي۔په دغه ګامونو كښې وزيراعظم د اولس لپاره فکر، احساس او د ريليف وركولو عزم ښكاره دے۔ وفاقي وزير ووئيل د ايل پي جي سيکټر كښې مسابقت زياتول يو تاريخي اقدام دے، دې څخه وړاندې حکومت د يو څو كسانو اجاره داري ختمولو سره په ميرټ د اډانه نظام معارفي کولو هڅي نه دي كړي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په سختو حالاتو كښې هم اولس يواځې نه دے پړېښودے، اسټرکچرل راصلاحات شوي او نظام كښې سپېځلتيا راوستلو لپاره اقدامات شوي۔ وفاقي وزير ووئېل اوګرا په خپل ويب پاڼه ټول تفصيلات شائع کول پيل كړي كوم چې د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل كيږي۔ عطاء الله تارړ ووئيل شوګر سيکټر كښې په وړومبي ځل د ټيکس په لړ كښې 60 اربه روپۍ زياته ريونيو جمع شوي۔ده ووئيل د اضافي اقدامات د لارې به په اولس بار كميږي۔دا اقدامات په مجموعي توګه د اصلاحات برخه ده۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم د يخنۍ په موسم كښې ګاز وركولو په اړه تګلاره مرتب كولو او ټولو وزيرانو ته د ريليف عمل مخ په وړاندې بوتللو سپارښتنه كړي په كومه چې عمل روان دے۔د يوې پوښتني په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پټروليم ليوي په معامله وزيراعظم خاص هڅي كړي او سختو حالاتو كښې ئې په عارضي توګه په هغې كښې هم كمے كړے۔ده ووئيل هېواد كښې د ټيکس وصولۍ يو نظام شته دغسې چرته چې د ريليف ګنجائش وي،هلته خاص هڅي كولو سره وزيراعظم اولس له ريليف وركوي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل د جماعت اسلامي سره خبرو اترو كښې په اړوندو چارو بحث شوے، جماعت اسلامي ته وئيلي شوي چې خپل وړاندېزونه او ممکنه حل وړاندې كړي او په تکنيکي بنيادونو رهنمائي وكړي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل ګلګت بلتستان وفاقي حکومت لپاره ډېر اهميت لري او وزيراعظم په دې اړه د جاج اخستلو غونډې هم كړي۔ ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې سهوليات وركولو لپاره د 100 ميګاواټ پاور پراجيکټ او سولر پينلز وركولو پشمول ګڼ اقدامات شوي۔ ګلګت بلتستان ته وفاقي حکومت خاص پام لرنه كوي او هلته د رامخې ته شوې پېښي پلټني كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل د ګلګت بلتستان اولس له په زړه پوري اهميت وركړے كيږي او د هغوي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كيږي۔د اصلاحات په اړه چه كوم پيش رفت رامخې ته شو اولس به خبرولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل اټارني جنرل ته خاص سپارښتنه شوې چې د نوي نظام نفاذ له امله د ځپلے شوو د ځڼډ ښكار مقدمو موثر پيروي باوري كړي دغسې چې اولس ته ريليف وركولو كښې څه قانوني خنډان راولاړ نه شي۔











