حکومت  د اېل پي جي راغوښتلو ، د بيعې ټاكنې او وېش لپاره نوې طريقه کار معارفي كوي۔ د وفاقي وزير علي پرويز ملك پرېس كنفرنس ته وېنا

    اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي حکومت  د اېل پي جي راغوښتلو ، د بيعې ټاكنې او وېش لپاره نوے سپېځلے طريقه کار معارفي كوي چې له مخې به ئې مستحق صارفين له په رعايتي بيعه د ګاز وركولو لپاره خاص فنډز جوړولې شي او سرکاري کمپنۍ به د نړيوال ماركيټ  څخه د بلك په بنيادونو اېل پي …

 

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك وئيلي دي حکومت  د اېل پي جي راغوښتلو ، د بيعې ټاكنې او وېش لپاره نوے سپېځلے طريقه کار معارفي كوي چې له مخې به ئې مستحق صارفين له په رعايتي بيعه د ګاز وركولو لپاره خاص فنډز جوړولې شي او سرکاري کمپنۍ به د نړيوال ماركيټ  څخه د بلك په بنيادونو اېل پي جي درآمد كوي۔ د نهې په ورځ  د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل په 28 فروري پېل شوي جنګ له ماله اولس ستونزو سره مخ دے، وزيراعظم وفاقي وسائلو څخه 130 اربه روپۍ وركړې دي او صوبو او صدر آصف علي زرداري هم په دې لړ كښې مرسته كړې ده ۔ ده ووئيل په  پاکستان كښې د اېل پي جي د كال طلب نزدې 24 لکه ټنه دے  د  ورځې کھپت 6,500  څخه 7,000 ټنه دے ۔ د هېواد ځائي پېداوار نزدې 2,000 څخه 2,500 ټنه د ورځې دے او پاتې ضرورت د درآمدات د لارې ترسره كېږي٬ په ماضي كښې د ضرورت لويه برخه د لوديزې پولې د لارې راتلله او پاتې سپلائي د سمندري لارې څخه درامد كېده٬ اينګرو او سوئي سدرن ګيس کمپنۍ د اېل پي جي ټرمينلز د لارې درآمدي سپلائي لري چې د مجموعي ذخيرې كولو ګنجائش ئې نزدې 14 زره ټنه دے۔ وفاقي وزير ووئيل د سعودي آرامکو کنټريکټ پرائس (سي پي) په مارچ  كښې 540 ډالره يو ټن ٶ كوم چې په زياتېدو سره اوس 756 ډالره  ټن ته رسېدلے دے٬ اوګرا د دې نړيوالې بيعې له مخې د اېل پي جي په بيعه كښې ردوبدل كوي۔۔ ده ووئيل په موجوده سپاټ مارکيټ كښې د سعودي سي پي نه غېر د 300 نه تر 400 ډالرو ټن پريميم هم ادا كول وي٬ د فريټ او نورو خرڅونو شاملولو نه پس نړيوال ماركيټ څخه د درآمد شوي اېل پي جي بيعه نزدې 450 څخه 500 روپۍ د كلو په سر جوړېدې شي،  ده ووئېل حکومت به د بيعو تعين كښې سپېځلتيا لپاره  د سعودي آرامکو سي پي، پريميم، فريټ او د نورو خرڅونو تفصيلات د اړوند سركاري كمپنو په وېب پاڼو هره مياشت جاري كوي۔ وفاقي وزير ووئيل  پاکستان سټيټ آئل، سوئي سدرن ته  د اېل پي جي کمپنۍ او د پاکستان اېل اين جي لميټډ پشمول سركاري ادارو ته امر شوے دے چې ھغوي  په حكومتي كچه (جي ټو جي) او په کاروباري كچه (بي ټو بي)  لوظنامو د لارې  په بلك بنيادونو د اېل پي جي سوداګانې وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل سختو او لرې پرتو سيمو لپاره د اېل پي جي پاليسۍ له مخې  په بېلې كړې لس فيصده كوټه به هم عملدرامد كولې شي٬ سرکاري کمپنۍ به ځائي پروډيوسرز څخه دا كوټه ترلاسه كوي او د صوبو چيف سيکرټريز د مشاورت نه وروستو به د ھغو ضلعو تعين كولې شي چرته چې د دې سهولت ضرورت دے دغسې چې د اېل پي جي منصفانه وېش باوري كړے شي۔۔ ده ووئيل  حکومت به د توان وزارت، صوبو او اړوند ادارو په مشاورت مستحق صارفينو لپاره د اهليت معيار جوړوي٬ د وزيراعظم په منظورۍ به داسې صارفينو لپاره رعايتي بيعه مقرر كولې شي، لكه د مثال په توګه  د اېل پي جي  بيعه 300 يا 400 روپې کلو مقرر كول يا  کلو په  50 روپۍ رعايت وركول، دغسې چې مستحقينو ته په ټيټه بيعه اېل اپي جي وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د اېل پي جي په ماركيټ كښې په بيعه كښې د مصنوعي زياتوالي مخه نيولو لپاره به مسابقتي کميشن خپل كردار لوبوي  او اوګرا به د لائسنسنګ عمل لا سپېځلے كوي اود ذخيره كولو د سهولتونو به اډټ هم كوي دغسې چې يو كمپني يا ډيلر منافع خورۍ لپاره اېل پي جي ذخيره نه كړې شي۔ ده ووئيل  حكومت هقه كوي چې د نوې طريقه كار ګټه د يخنۍ نه وړاندې تر اولس ورسوي او پاکستان د توان په څانګه كښې يو ښه نظام جوړ كړي دغسې چې نوي كول لپاره مضبوط بنياد وركړے شي۔

 

 

 

مزید خبریں