اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان او فتنه الخوارج د 17 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د خوږ هېواد څخه د غېر ملکي سرپرستۍ لرونكو او د هغوي د مرستياله ترهګرو تر خاتمې به د عزمِ استحکام له مخې کارروائۍ روانې وي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ …
صدرِ مملکت آصف علي زرداري بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان او فتنه الخوارج د 17 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري په بلوچستان كښې د فتنة الهندوستان او فتنه الخوارج د 17 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د خوږ هېواد څخه د غېر ملکي سرپرستۍ لرونكو او د هغوي د مرستياله ترهګرو تر خاتمې به د عزمِ استحکام له مخې کارروائۍ روانې وي۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدرِ مملکت په ضلع کچھي كښې د ترهګرو لخوا د سړك ناكه بندۍ هڅې په ناكامه كولو د امنيتي ځواكونو په وخت او د موثره كارروائۍ ستائنه وكړه، ده وئوېل په ضلع خاران كښې د ترهګرو ژالو په ضد په كامياب كاروائيو هم امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كوم او د كارروائۍ په مهال د يو عسكر حکمت الله په شهادت د افسوس څرګندونه كوم٬ د شهيد قرباني به تل ياده ساتلې شي۔ صدر مملکت د شهيد كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونې كولو سره د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ صدرِ مملکت ووئيل خوږ هېواد څخه د غېر ملکي سرپرستۍ او مرستې لرونكو د ترهګرو تر خاتمې به د عزمِ استحکام له مخې کارروائۍ روانې وي۔











