پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان کچھي او خاران ضلعو كښې جلا جلا په استخبارات اډاڼه عملياتو په مهال 17 ترهګر وژلي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شو۔ آئي اېس پي آر له مخئ د نومبر په وړومبۍ نيټه په ضلع کچھي او خاران كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاعات آپريشنز وشول٬ د ضلع کچھي په سيمه …
امنيتي ځواكونو په کچھي او خاران كښې په استخبارات اډاڼه عمليات، 17 ترهګر ووژل شول٬ د پاك پوځ يو ځوان شهيد

مزید خبریں
پېنډۍ 03 نومبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان کچھي او خاران ضلعو كښې جلا جلا په استخبارات اډاڼه عملياتو په مهال 17 ترهګر وژلي او د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ يو ځوان شهيد شو۔ آئي اېس پي آر له مخئ د نومبر په وړومبۍ نيټه په ضلع کچھي او خاران كښې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاعات آپريشنز وشول٬ د ضلع کچھي په سيمه كښې د اپرېشن په مهال امنيتي ځواكونو د ترهګرو لخوا د ښار په سړك د خنډانو اودرولو هڅه ناكامه كړه ٬ امنيتي ځواكونو په وخت كارروائي كولو سره 10 هندي سپانسرډ ترهګر ووژل او هغوي څخه ئې وسله او ګوله بارود هم برامد كړل ٬ بلخوا په ضلع خاران كښې د آپريشن په مهال د ترهګرو ژالې په نخښه كړې شوې٬ د ډزو په تبادله كښې 7 ترهګر ووژل شول٬ دغسې د خاران آپريشن كښې د ډزو په تبادله كښې يو عسكر حکمت الله په مړانه جنګ كولو سره شهيد شو ٬ د 25 كلنه شهيد سعكر تعلق د كرك ضلعې څخه ٶ۔ د آئي اېس پي آر وېنا ده چې په سيمه كښې د نورو ترهګرو خاتمې لپاره کليئرنس آپريشنز روان دي۔











