اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں خپله د چين سركاري دوره بشپړه كړې ده٬ د 27 نه تر 3 نومبر دوام لرونكې دورې په مهال د پاکستان او چين ترمېنځه د مرستې په 11 لوظنامو لاسليك شوے او او د 14 ځانګړې سکلز او د تعليمي منصوبو د مخ كتنې په دستورو كښې ګډون كړے۔ د نهې په ورځ …
د رانا مشهود احمد خاں د چين سركاري دوره بشپړه شوه ٬ په 11 لوظنامو لاسليك

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں خپله د چين سركاري دوره بشپړه كړې ده٬ د 27 نه تر 3 نومبر دوام لرونكې دورې په مهال د پاکستان او چين ترمېنځه د مرستې په 11 لوظنامو لاسليك شوے او او د 14 ځانګړې سکلز او د تعليمي منصوبو د مخ كتنې په دستورو كښې ګډون كړے۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په 27م چائنه اينول کانفرنس اينډ ايکسپو فار انټرنيشنل ايجوکيشن (سي اے سي آئي اي 2026) كښې په ټولو ګډون كوٶنكو هېوادونو كښې زياتې لوظنامې د پاكستان شوي دي چې پكښې پاکستانو ځوانانو لپاره نړيوال سندونه او د روزګار د موقعو لاره هواره شوې ده٬ 11 لوظنامې شوې چې پكښې په دريو كښې د وزيراوعظم يوته پروګرام فريق دے كومې چې چائنه ګلوبل پروفيشنل اينډ ټيکنيکل سرټيفکيشن سينټر، جيلن اليکټرانك انفارميشن ووکيشنل اينډ ټيکنيکل کالج او پيلي ووکيشنل کالج سره شوې دي٬ پاتې لوظنامې يونيورسټي آف لاهور، غازي يونيورسټي، نيوټيک کراچي، پريسټن انسټيټيوټ آف مينجمنټ سائنس اينډ ټيکنالوجي او پنجاب ټيوويټا د چين ووکيشنل کالجونو سره تړي٬ دا لوظنامې د ميکاټرونکس، ګرين انرجي، موبائل کميونيکيشنز، نرسنګ، جديد زراعت، کراس بارډر اي کامرس او د نړيوال سکلز سرټيفکيشن په څانګو اډانه دي٬ په بيجنګ كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام د چائنه سيکرټريټ سره به د رابطه کار په توګه معاونت كوي٬ د دې نه علاوه 14 ځانګړې منصوبې هم شاملې دي٬ په دې كښې انټرنيشنل نرسنګ ټيلنټ ټريننګ بيس، کراس بارډر اي کامرس ټيلنټ ټريننګ بيس، پاکستان تيانګونګ کالج، جوائنټ ټيچر ټريننګ سينټر او انډسټريل روبوټکس او اليکټرانک انفارميشن انجينئرنګ نوې كمېټۍ شاملې دي۔











