کفايت الله خان ته د مېرمنو د حقونو ٬ تحفظ او د اختيار منده كولو په اقدامات بريفنګ، د اداره جاتي نظام لا موثره كولو امر

  پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر داخلي و قبائيلي چارو٬ خوراك٬ د مېرمنو پرمختګ لپاره سلاحكار کفايت الله خان په مشرۍ كښې د زکوٰۃ و عشر  ،  اولسي خېر ښیګړې و خاص تعليم محكمې له مخې د مېرمنو د حقونو تحفظ، اختيار مندۍ او خېر ښیګړې د اقدامات په اړه غونډه وشوه ٬ د داخله څانګې صوبائي وياند له مخئ په غونډه كښې د زکوٰۃ …

 

پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر داخلي و قبائيلي چارو٬ خوراك٬ د مېرمنو پرمختګ لپاره سلاحكار کفايت الله خان په مشرۍ كښې د زکوٰۃ و عشر  ،  اولسي خېر ښیګړې و خاص تعليم محكمې له مخې د مېرمنو د حقونو تحفظ، اختيار مندۍ او خېر ښیګړې د اقدامات په اړه غونډه وشوه ٬ د داخله څانګې صوبائي وياند له مخئ په غونډه كښې د زکوٰۃ و  عشر محكمې ، اولسي ښیګړې او خاص تعليم سيکرټري شريف حسېن، د خېبرپښتونخوا وقارِ نسواں كمېشن چيئرپرسن ډاکټر سميرا شمس، د ډائريکټوريټ آف سوشل ويلفيئر ډائريکټر فهد اکرام قاضي، د کميشن سيکرټري شازيه عطا، د کميشن ډائريکټره آمنه دراني، د بولو هيلپ لائن منېجر سحر او د محکمه سماجي بهبود ايس پي او صاديه ګډون كولو۔ په غونډه كښې کفايت الله خان ته د صوبائي وقارِ نسواں په كمېشن  (KPCSW)، بولو هیلپ لائن او د دارالامان په کارکردګۍ، د مېرمنو د حقونو تحفظ او اختیار مندۍ لپاره په روانو اقداماتو تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په بریفنګ كښې ووئيل شول  د وقارِ نسواں كمېشن د مېرمنو د حقونو تحفظ٬ اړوند قوانين او پاليسيو جاج، د صنفي مساوات وده او د سرکاري ادارو د کارکردګۍ په نګرانۍ كښې كردار لوبوي۔

مزید خبریں