اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ چيئرمېن سينيټر آغا شاهزيب دراني زور راوړو چې پاکستان له به شنګھائي مرستي تنظيم(ايس سي او) او اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) كښې خپلو سفارتي هلو ځلو او قائدانه کردار كوټلي اقتصادي موقعو، سيمه ايزو رابطو كښې ښه والي او قوي دوه اړخيزه اړيكو كښې بدلول وي۔دې سيمه ايز فورمز څخه زياته ګټه …
د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه،د پاکستان افغانستان اړيكو، وزيراعظم د ملګرو ملتونو دورې، ډيجيټل تصديقي نظام او اېس سي او او اي سي او كښې د پاکستان د کردار جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ چيئرمېن سينيټر آغا شاهزيب دراني زور راوړو چې پاکستان له به شنګھائي مرستي تنظيم(ايس سي او) او اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) كښې خپلو سفارتي هلو ځلو او قائدانه کردار كوټلي اقتصادي موقعو، سيمه ايزو رابطو كښې ښه والي او قوي دوه اړخيزه اړيكو كښې بدلول وي۔دې سيمه ايز فورمز څخه زياته ګټه ترلاسه كولو لپاره دې فعاله او موثره تګلاره خپله كړې شي۔د نهي په ورځ د خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ غونډه د سينيټر آغا شاهزيب دراني په مشرۍ كښې وشوه،چې پكښې د پاکستان او افغانستان اړيكو،د وزيراعظم د ملګرو ملتونو دورې او مهمو سفارتي رابطو، د خارجه وزارت د دستاويزات د تصديق عمل كښې اصلاحات، دغسې شنګھائي مرستي تنظيم (ايس سي او) او اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) كښې د پاکستان د قائدانه کردار ترمخه د ترجيحات جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې سينيټري شيري رحمان، سينيټري روبينه قائم خاني، سينيټري انوشه رحمان احمد او سينيټر عامر ولي الدين چشتي ګډون وكړو۔کمېټۍ د پاکستان نوي تعينات شوي خارجه سيکرټري هركلے وكړو او ملګرو ملتونو كښې د پاکستان د مستقل مندوب په حيثيت سره د هغه پخوانو ذمه وارو په مهال د پاکستان موقف ئې په موثره ډول وړاندې كول وستائيل دغسې غړو په دې خبره زور راوړو چې خارجه چارو مهمو پاليسو معنیٰ لرونكي پارليماني نګراني او موثره غور و خوض باوري كولو لپاره د خارجهه وزير د كمېټۍ په غونډو كښې ګډون ته اړتيا ده۔کمېټۍ ته د وزيراعظم د ملګرو ملتونو دورې او په دې موقع د شووو مهمو ملاقاتونو او سفارتي هلو ځلو په اړه بريفنګ وركړې شو۔د كمېټۍ چيئرمېن خارجه وزارت ته سپارښتنه وكړه چې راروانه غونډه كښې د ايران امريکې شخړے ، مکه معاهده او بدل شوي سيمه ايز او نړيوال صورتحال په تناظر كښې د وزيراعظم په ملګرو ملتونو كښې مصروفيات په اړه جامعه بريفنګ ورګړې شي ۔خارجه وزارت ووئيل د مشرانو رارواني غونډي پشمول اېس سي او بيلو پروګرامونو د لارې د غړو هېوادونو سره رابطو زياتولو لپاره كار روان دے چې پكښې مصنوعي ذهانت، سيمه ايزو رابطو،د ځوانانو شموليت، دوه اړخيزه مرستي او سيمه كښې د پاکستان سفارتي رابطي لا قوي كولو ته پم لرنه كولې شي۔د دستاویزات د تصدیق عمل كښې اصلاحات په اړه کمېتۍ ته ووئيل شول چې خارجه وزارت د هائر ایجوکیشن کمیشن (ایچ ای سی) ډيټا بیس سره منسلك كولو سره د عمومی دستاویزات د تصدیق عمل ډیجیټلائز کړې كوم چې د دستاویزات د تصدیق مجموعی عمل تقریباً 65 فیصده دے۔د اولس آسانيو لپاره وړاندې څخه موجود لاسي تصدیق سهولت هم برقرار ساتلے شوے۔د كمېټۍ چیئرمېن زور راوړو چې پاکستان له به شنګھائي مرستي تنظيم(ايس سي او) او اقتصادي مرستي تنظيم (اي سي او) كښې خپلو سفارتي هلو ځلو او قائدانه کردار كوټلي اقتصادي موقعو، سيمه ايزو رابطو كښې ښه والي او قوي دوه اړخيزه اړيكو كښې بدلول وي۔ده زور راوړو چې دغه سيمه ايز فورمز څخه زياتي ګټي ترلاسه كولو لپاره دې فعاله او موثره تګلاره اختیار کړې شي۔کمېتۍ ته د افغانستان سره د اړيكو په موجودہ صورتحال، مهمو چارو او اوسني پیش رفت په اړه ان کیمرہ بریفنګ هم وركړې شو۔











