د سېنېټ چیئرمین مومند ضلع كښې د پوليو مخ نيوي ډلې په امنيتي پولیس اهلکارو د ډزو غندنه وكړه

اسلام آباد۔3نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په ضلع مومند کښې په تحصیل پنډیالۍ كښې د  پولیو  روان كمپائن په مهال په  پولیس اهلکارو د نامعلومه وسله والو د ډزو پیښې سختې غندنې كولو سره  د دوو اهلکارو په شهادت د زيات غم درد او  افسوس  څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د سینیټ سیکرټریټ څخه  جاري بیان  تر مخه چیئرمین د شهیدو …

اسلام آباد۔3نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په ضلع مومند کښې په تحصیل پنډیالۍ كښې د  پولیو  روان كمپائن په مهال په  پولیس اهلکارو د نامعلومه وسله والو د ډزو پیښې سختې غندنې كولو سره  د دوو اهلکارو په شهادت د زيات غم درد او  افسوس  څرګندونه كړې ده ۔ د نهې په ورځ د سینیټ سیکرټریټ څخه  جاري بیان  تر مخه چیئرمین د شهیدو شوو  اهلکارو كورنيو سره د زړه له كومې  غم رازۍ او د يو والي څركندونې سره ووئېل  د پولیو كمپائن غوندې د مهمې قامي فریضې   تر سره كوونكو پولیس اهلکارو باندې بريد د غندې وړ اقدام دے ۔ ده ووئېل د ماشومانو د مرګونې رنځ څخه د ساتلو په هلو ځلو كښې په بوختو اهلکارو بريد د هېواد  اجتماعي هلو ځلو  ته د زيان رسولو  مترادف دے  ۔ سید یوسف رضا ګیلاني د شهیدو شوو پولیس اهلکارو فرض شناسۍ ، بهادرۍ او  قامي خدمات ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل  دوي د فرائض تر سره كولو په مهال د خپلو ځانونو نذرانه وركړه ٬ د دوي قربانۍ به عمر يادې ساتلې شي۔دغسې ده د ژوبل شوي پولیس اهلکار زر روغتيا لپاره هم  دعا کولو سره اړوندو چارواكو باندې زور راوړو چې په ډزو كښې ككړ  عناصر  د قانون منګولو ته سپارلو له  طوټلي ګامونه واخلي ۔

 

مزید خبریں