پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د خېبر پښتونخوا د اوبو حقونو او د وسائلو ترلاسه كولو لپاره د وفاقي حکومت په وړاندې د صوبې مقدمه په مؤثر دلائلو سره وړاندې كيږي دغسې چې د خېبر پښتونخوا کروندګرو او اولس ته د هغوي جائز حق ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ ميډيا ته جاري خپل ويډيو …
د خېبر پښتونخوا د اوبو حقونو او وسائلو لپاره د وفاقي حکومت په وړاندې د صوبې مقدمه په مؤثر دلائلو وړاندې كيږي۔ګورنر

مزید خبریں
پېښور 03 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د خېبر پښتونخوا د اوبو حقونو او د وسائلو ترلاسه كولو لپاره د وفاقي حکومت په وړاندې د صوبې مقدمه په مؤثر دلائلو سره وړاندې كيږي دغسې چې د خېبر پښتونخوا کروندګرو او اولس ته د هغوي جائز حق ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ ميډيا ته جاري خپل ويډيو پيغام كښې وكړه۔ ګورنر ووئيل چشمه لفټ کينال منصوبې لپاره د مختلف پيکجز ټينډرز شيډول ترسره شوے، دغسې سي آر بي سي (CRBC) ځپلې نهر د بيا رغونې کار به تر 15 نومبر بشپړ كړے شي او د اوبو وركړه به پيل كړي۔ ګورنر فيصل کريم کنډي كروندګرو ته غږ وكړو چې تر 15 نومبر د صبر و تحمل مظاهره وكړي دغسې چې د دې نهر د بيا رغونې کار په محفوظ ډول ترسره شي او د فصلونو لپاره د اوبو وركړه بحال شي۔ده ووئيل د صوبې د اوبو د حقونو تحفظ او كركيلي څانګې ته د پېښو مسئلو حل ته حكومت پام لرنه كوي۔











