د وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې غونډه، د 9 اکتوبر نه وروستو په جوړېدونكو داروګانو د ټو ډي بارکوډ د نفاذ په اړه د پېشرفت جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې د 9 اکتوبر نه وروستو په جوړېدونكو داروګانو د ټو ډي بارکوډ د نفاذ په اړه د پېشرفت جاج اغستو مهمه غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د ډريپ سي اي او پشمول د اړوند ادارو چارواكو او ټولو شراكتدارو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول نزدې 80 فيصده فارماسيوټيکل کمپنو پخپلو …

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې د 9 اکتوبر نه وروستو په جوړېدونكو داروګانو د ټو ډي بارکوډ د نفاذ په اړه د پېشرفت جاج اغستو مهمه غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې د ډريپ سي اي او پشمول د اړوند ادارو چارواكو او ټولو شراكتدارو ګډون كولو۔ غونډې ته ووئيل شول نزدې 80 فيصده فارماسيوټيکل کمپنو پخپلو داروګانو د ټو ډي بارکوډ د نفاذ عمل پېل كړے دے ۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې د داروګانو مطلوبه ډېټا نه جمع كولو كمپنو ته به په رسمي توګه نوټس جاري كولې شي٬ د ټاكلي مهلت باوجود په احکامات عملدرآمد نه كوٶنكو كمپنو په ضد به سخته قانوني كارروائي كولې شي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال واضحه كړه چې د داروګانو ډېټا نه جمع كوونكو كمپنو پيداواري يونټس به بندولې شي۔ ده ووئيل د جعلي داروګانو خاتمه ضروري شوې ده او دې مقصد لپاره به د ټو ډي بارکوډ د نفاذ په معامله كومه سمجهوته نه كېږي٬ په دې لړ كښې به زيرو ټالرنس پاليسي خپلوالې شي۔ وفاقي وزير د فارماسيوټيکل ټولو كمپنو ته امر وكړٶ چې ھغوي  د ټاكلو تقاضو له مخې خپل سيريلائزيشن ډيټا په هر صورت ډريپ سره جمع كړي۔ ده ووئيل د ټو ډي بارکوډ نظام مقصد د داروګانو موثره نګراني، سپېځلتيا او ټريك اينډ ټريس نظام باوري كول دي دغسې چې د جعلي داروګانو مخه نيوے او اولس ته معياري داروګان وركول ممكن كړے شي۔

مزید خبریں