اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د نهې په ورځ د سعودي عرب سفير ډاکټر راجع بن طامي البقمي وليدل٬ په ملاقات كښې د پاك سعودي عرب په اړيكو، په مذهبي څانګه كښې مرستې، حجاج کرام او عمره زائرينو ته د سهولتونو وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د مذهبي چارو …
وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د سعودي عرب سفير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف سره د نهې په ورځ د سعودي عرب سفير ډاکټر راجع بن طامي البقمي وليدل٬ په ملاقات كښې د پاك سعودي عرب په اړيكو، په مذهبي څانګه كښې مرستې، حجاج کرام او عمره زائرينو ته د سهولتونو وركولو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د مذهبي چارو وفاقي سيکرټري ابرار احمد مرزا او د حج جوائنټ سيکرټري سيد عبدالوحيد شاه هم موجود وٶ۔ په دې موقع وفاقي وزير سردار محمد يوسف په پاکستان كښې په تعيناتۍ د سعودي سفير هركلے وكړو ۔ ده ووئيل مكه تړون د اولس د زړه غږ دے د پاکستان حرمين شريفين سره نسبت به تر قيامته برقرار وي، د پاکستان او سعودي عرب اولس د عقيدت، مينې او ورورولۍ په لازواله رشته تړلې دي كومه چې د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كولو كښې مهم كردار لوبوي۔











