پېښور 03 نومبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا 27 مخصوص ضلعو كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په دويمه ورځ هم روان دے۔د خېبرپښتونخوا د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر وياند له مخې د كمپائن په مهال د صوبې 27 مخصوص ضلعو كښې تر پنځو كلونو نزدې 48 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔دا كمپائن پېښور٬كوهاټ٬بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنز د ټولو ضلعو سره سره …
خېبرپښتونخوا كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په دويمه ورځ هم روان دے

مزید خبریں
پېښور 03 نومبر(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا 27 مخصوص ضلعو كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په دويمه ورځ هم روان دے۔د خېبرپښتونخوا د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر وياند له مخې د كمپائن په مهال د صوبې 27 مخصوص ضلعو كښې تر پنځو كلونو نزدې 48 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د ساتنې څاڅكي وركولې شي۔دا كمپائن پېښور٬كوهاټ٬بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنز د ټولو ضلعو سره سره باجوړ٬بره دير٬كوز دير٬بره چترال٬كوز چترال٬ايبټ آباد٬تورغر٬كوز كوهستان او كولئی پالېس كښې په يو وخت پېل شوے۔كمپائن به پېښور او خېبر ضلع كښې تر 7 ورځو او نورو ضلعو كښې تر څلورو ورځودوام لري۔اړوند ضلعو كښې د تربيې لرونكو پوليو وركرز مجموعي توګه 772 ٬ 20 ډلې جوړ كړې شوي چې پكښې 18630 موبائل ډلې٬ 1225 فكسډ ډلې او 917 ټرانزټ ډلې شاملې دي۔د دې نه علاوه د پوليو ډلو موثر څارنې باوري كولو لپاره 4734 ايريا انچارجز هم په ځائے كړې شوي۔ د كمپائن په مهال د پوليو ډلو امنيت باوري كولو لپاره په دې ضلعو كښې نزدې 30000 امنيتي اهلكار هم تعينات دي دغسې چې پوليو وركرز ته د بشپړ كمپائن په مهال تحفظ وركړے شي۔











