اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان او سعودي عرب د ميډيا، كلتور او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستي زياتولو ته موافقه كرې ده ۔ د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره په پاكستان كښې د سعودي سفير راجع بن طامي البقمي د ملاقات په مهال د شريكې وركنګ ډلي جوړولو، د پاکستانو ډرامو ودي او د پلاويو تبادلو پشمول په بيلو چارو د …
پاکستان او سعودي عرب د ميډيا، كلتور او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستي زياتولو ته اتفاق، د دواړو هېوادونو ترمينځه مکه دفاعي لوظ نامه د دفاعي مرستي په اړه د قوي همكارۍ عکاس ده۔عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) پاکستان او سعودي عرب د ميډيا، كلتور او اولسي رابطو په څانګو كښې مرستي زياتولو ته موافقه كرې ده ۔ د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره په پاكستان كښې د سعودي سفير راجع بن طامي البقمي د ملاقات په مهال د شريكې وركنګ ډلي جوړولو، د پاکستانو ډرامو ودي او د پلاويو تبادلو پشمول په بيلو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ د اطلاعات وفاقي وزير د سعودي عرب سفير له په پاکستان كښې په تعيناتۍ مباركي وركړه او د هغه هركلے ئې وكړو۔ عطاء الله تارړ ووئيل د پاکستان او سعودي عرب اړيكي لا قوي كيږي، د دواړو هېوادونو ترمينځه د ميډيا، كلتور، ډرامه، موسيقي، سيلګري او د اولسي رابطو په څانګه كښې د مرستي امکانات شته۔ده ووئيل پاکستان او سعودي عرب ترمينځه مکه دفاعي لوظنامه د دفاعي مرستي په اړه د قوي شراکت دارۍ عكاسي ده۔د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په متحرك قيادت كښې سعودي عرب نه يواځې معاشي بلکه كلتوري ميدان كښې هم پرمختګ كړے دے۔ده ووئيل د سعودي عرب”العلا“ ښار كښې د سېلګرۍ ودې او ”الدرعيه“تاريخي و كلتوري اهميت په جديد ډول رامخې ته كول د سعودي قيادت د وژن ښكاره مثالونه دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او سعودي عرب اړيكي په لسيزو اډانه دي او دا اړيكي يواځې سفارتي يا سياسي نه بلکه تاريخي، مذهبي او په اولسي كچه قوي بنيادونه لري۔ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري مرستي ته ودې وركولو لپاره په شريكو پروژو د كار كولو په حاجت زور راوړو۔ عطاء الله تارړ سعودي عرب كښې د مېشته پاکستاني وګړي فرمان علي خان ذکر کولو سره ووئيل هغه د دواړو هېوادونو اولسونو ترمينځه د ورورولۍ روښانه مثال جوړ كړے۔ فرمان علي په كال 2009ء كښې جده كښې د سېلاب په مهال ګڼ كسان ژغورلو سره د خپل ځان قرباني وركړي وه۔ ملاقات كښې د پاکستان ډرامي په سعودي عرب كښې معارفي كولو په حاجت زور راوړلے شو۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان ډرامې د خانداني اقدارو ، مشرقي روايات او اسلامي كلتور عکاسي کوي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د اديبانو، شاعرانو ، هنرمندانو ، سندر غاړو، ميډيا استازو او د ډيجيټل مواد تخليق کوونكو پلاويو تبادلو تجويز هم وركړو۔ده ووئيل پاکستان د سيلګرۍ په اړه قدرتي ښكلا او تاريخي ځاونه لرونكے هېواد دے۔ وفاقي وزير د سعودي ميډيا استازو، سېلګرو او ډيجيټل انفلوئنسرز له د پاکستان د بيلو سېلګرۍ ځايونو دورې کولو بلنه وركړه۔وفاقي وزير عطاء الله تارړ ۖ د نامسه معلومات او ناوړه پروپيګنډې مخنيوي، فيکټ چيکنګ مظام موثر كولو او د شريكو كلتوري اقدارو عکاسي کونكو موادو جوړولو كښې د مرستي په حاجت زور راوړو۔ده دې مقصد لپاره د شريك ورکنګ ګروپ جوړولو تجويز وركړو چې پكښې به د دواړو اړخه فوکل پرسنز او تکنيکي ډلي شاملي وي۔ وفاقي وزير د سعودي سفير د سوشل ميډيا انفلوئنسرز صلاحيتونو څخه استفادې کولو سره اولسي خبرتيا او د مهمو حکومتي اقدامات تشهير لپاره د روانو اقدامات څخه هم خبر كړو۔ده ووئيل د وزيراعظم فيول ريليف سکيم په اړه جاري کړې شوے سوشل ميډيا پوسټ د 80 لکهه څخه زياتو كسانو څو واري كتلے۔ د سعودي سفير راجع بن طامي البقمي د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه د ورورولۍ قوي اړيكي، شريك باور ، احترام او سياسي و عسکري مرسته د فخر وړ وګرځوله۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري دستورو، فنون، ادب او ميډيا په څانګو كښې مرستي لا زياتولو په حاجت زورراوړو۔











