مومند ضلع كښې د پوليو ډلي په امنيتي اهلکارو ډزې د زغملو نه دي۔د كورنيو چارو  وفاقي وزير محسن نقوي

  اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا په مومند ضلع كښې د پوليو مخنيوي ډلې په امنيتي پوليس اهلکارو د ډزو د پېښې سختې غندني كولو سره په بريد كښې  شهيدو شوو اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د داخله وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندوني سره وفاقي وزير د هغوي …

 

اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا په مومند ضلع كښې د پوليو مخنيوي ډلې په امنيتي پوليس اهلکارو د ډزو د پېښې سختې غندني كولو سره په بريد كښې  شهيدو شوو اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د داخله وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندوني سره وفاقي وزير د هغوي سره غمرازي وكړه او  د ژوبل كسانو زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔په خپل يو بيان كښې محسن نقوي ووئيل د پوليو ورکرز حفاظت لپاره وظيفه ترسره كوونكې اهلكار د هېواد صحت مند او محفوظ سباؤن لپاره خپل فرائض ترسره كوي،په هغوي بريد په اصل كښې د قام په سباؤن بريد دے۔ده واضحه كړه چې د پوليو ډلي سره امنيت لپاره وظيفه ترسره كوونكو اهلکارو باندې د  ډزو پېښه  به ونه زغملے شي او په دې  بزدلانه کارروائي كښې ككړ عناصر د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي،كوم به چې قانون سره مخ كولې شي۔

مزید خبریں