سپېن كښې  د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو  69 كسانو پېژندګلو وشوه٬  29 كسان په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي

  مېډرډ ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د سپېن په اردوا سيمه كښې   تېره اوونۍ  د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو 69 كسانو  پېژندګلي مكمل شوه   او په پیښه كښې ژوبل شوي 29 كسان لا په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي۔  د شنهوا تر مخه د اسپېن انټيګريټډ ډيټا سېنټر (سي آئې ډي) د ګل په ورځ تصديق وكړو چې د مړو شمېره 69 ته …

 

مېډرډ ۔ 3 نومبر(اے پي پي) د سپېن په اردوا سيمه كښې   تېره اوونۍ  د تند رفتاره ټرينونو په ټكر كښې د مړو شوو 69 كسانو  پېژندګلي مكمل شوه   او په پیښه كښې ژوبل شوي 29 كسان لا په روغتونونو كښې د درملنې لاندې دي۔  د شنهوا تر مخه د اسپېن انټيګريټډ ډيټا سېنټر (سي آئې ډي) د ګل په ورځ تصديق وكړو چې د مړو شمېره 69 ته رسېدلې  چې پكښې 54 كسان د اسپسن وګري او 15 غېر ملكيان دي۔ په مړو شوو كښې 40 نارينه او 29 مېرمنې دي ۔  په غېر ملكيانو كښې د امرېكې 4 ٬   د آسټريليا  او جاپان 2 دوه دوه ٬  د ارجنټائن ٬ كاناډا ٬  جمهوريه چيك ٬ فرانس ٬ مكسيكو  ٬ پرتګال  او تيونس يو يو وګړے شامل دے۔د سيه ايز حكومت تر مخه ژوبل  شوي 29 كسان  د درملنې لاندې دي چې پكښې د 9 حالت انېښمند دے  او 20 كسان  په عمومي وارډ كښې داخل دي۔روغتونو كښې داخل شوو 110  رنځورانو كښې 81 په ښه كېدو ډسچارج كړے شوي دي۔

 

مزید خبریں