اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د سری لنکا 20 كسيز پلاوي چې پكښې د تعليم پوهان، د بدھ مت راهبان، مذهبي لارښود او د ميډيا استازي شامل وو،د نهي په ورځ د خارجه دفتر دوره وكړه۔ جاري شوې بيان له مخې د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان او ډائریکټر جنرل سټریټجکي کمیونیکیشنز طارق وزیر پلاوې د پاکستان عظیمې كلتوري او مذهبی ورثې او په خاص توګه …
د سري لنکا د تعليم پوهانو،د بدھ مت راهبانو او ميډيا په استازة مشتمل 20 كسيز پلاوي خارجه دفتر دوره وكړه،د مرستي په ممكنه څانګو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د سری لنکا 20 كسيز پلاوي چې پكښې د تعليم پوهان، د بدھ مت راهبان، مذهبي لارښود او د ميډيا استازي شامل وو،د نهي په ورځ د خارجه دفتر دوره وكړه۔ جاري شوې بيان له مخې د خارجه دفتر وياند سجاد حیدر خان او ډائریکټر جنرل سټریټجکي کمیونیکیشنز طارق وزیر پلاوې د پاکستان عظیمې كلتوري او مذهبی ورثې او په خاص توګه د ګندھارا تهذیب بدھ مت په اړه تاریخی ورثې، د مذهبي سېلګرې موقعو او کرتارپور راهدارۍ په شان اقدامات نه خبر كړل۔ سجاد حیدر خان د پاکستان او سري لنکا پخوانۍ اړيكي هم رامخې ته كړې او د ميلمنو ئې په پاكستان كښې هركلے وكړو۔په دې موقع خبرو كښې د مرستي په ممكنه څانګو د خيالاتو څړګندونه وشوه چې پكښې تعلیمي همكارۍ، رابطو زياتولو، د مفاهمت يادښتونه (اېم او یوز) د جدید تقاضو له مخې سمول ، د زړو آثارو لټولو او كلتوري تبادلې شاملې وي۔د خارجه دفتر وياند د وزیراعظم د ګندھارا بدھ مت كهوارے لپاره د ټاسك فورس د تګلارې په اړه عمران شوکت او پاکستان كښې د سري لنکا هائی کمشنر خذمات وستائيل٬ دواړو شخصیاتو په غونډه كښې ګډون وكړو۔ بیان له مخې د دې دورې سره به په اولسي كچه رابطي زياتولو او د دواړو هېوادونو كلتوري او تهذیبي ورثې ته ودې وركولو لپاره شريكو هڅو ته وده ترلاسه شي ۔











