جناح ميډيكل كمپليكس به د اسلام آباد پشمول د پاكستان رنځورانو ته درملنې لپاره جديد  آسانۍ وركوي۔ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس كښې د كار پېشرفت د تسلۍ وړ ګرځولو سره ووئيل دا جناح ميډيكل كمپليكس به د اسلام آباد پشمول د پاكستان په خاص توګه د خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان رنځورانو ته درملنې لپاره جديد آسانۍ وركوي، په جناح ميډيكل كمپليكس كښې دې ټولې تقررۍ په مېرټ په سپېځلې ډول وكړې …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جناح ميډيكل كمپليكس كښې د كار پېشرفت د تسلۍ وړ ګرځولو سره ووئيل دا جناح ميډيكل كمپليكس به د اسلام آباد پشمول د پاكستان په خاص توګه د خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان رنځورانو ته درملنې لپاره جديد آسانۍ وركوي، په جناح ميډيكل كمپليكس كښې دې ټولې تقررۍ په مېرټ په سپېځلې ډول وكړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د  وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د نړيوال معيار د جوړېدونكي روغتون د كار ٬  د جناح ميډيكل كمپليكس په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه ۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل  د جناح ميډيكل كمپليكس چلولو لپاره دې د شخصي ادارې خدمات واغستلې شي كومه چې په نړيواله كچه غوره درملنه  او آسانۍ وركول باوري كړي۔ وزيراعظم ووئيل  په جناح ميډيكل كمپليكس كښې د لږ آمدن او مېنځنۍ طبقې ته دې د تشخيص جديد سهولتونه وركړې شي ۔ ده امر وكړو چې پيټس سكين او نور جديد تشخيصي سهولتونو ته دې په منصوبه كښې كليدي برخه وركړې شي۔ غونډې ته ووئيل شول  د جناح ميډيكل اينډ ريسرچ سينټر په مجموعي توګه 59 فيصد كار بشپړ شوے او مركزي هسپتال او د پاركنګ پلازې بنيادي ډھانچه بشپړه ده، د 403 كڼونو دا منصوبه تر 23 مارچ كال 2027 د فعاله كولو هدف دے، د طبي آلاتو تنصيب او ساتنه، د هسپتال ډيجيټل مينجمنټ سسټم او په نورو انتظامي چارو هم پېشرفت روان دے٬ په بريفنګ كښې ووئيل شول  په اېچ-11 كښې د جناح ميډيكل اينډ ريسرچ سينټر په فيز ټو منصوبه د نظرثاني شوي ډيزائن له مخې په قامي كچه د مسابقتي بِډنګ عمل پېل شوے دے  او تعميراتي كار به هم ډېر زر پېل شي، منصوبې لپاره جديد تشخيصي مشينرۍ او اسكينرز د اغستو كار هم روان دے۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، احد خان چيمه، سيد مصطفي كمال، طارق فضل چوهدري او اړوند چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں