پیښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر د اطلاعات و اولسي اړيكو مشاورې ثمر هارون بلور په مالي كال 2024-25 آډټ رپورټ كښې د صوبې مالياتي نظام كښې د اربونو روپو بے ضابطګۍ او د حسابونو كمزورۍ په رامخې ته كېدو د اندیښنې څرګندونې سره وئېلي دي د پي ټي آئي په حكومت كښې د صوبائي خزانې نه د مصرف شوو په اربونو روپو مكمل تصديق …
د مالي كال 2024-25 په آډټ رپورټ كښې د اربونو روپو مالي بے ضابطګۍ رامخې ته كېدل اندیښناكې دي ، ثمر هارون بلور

مزید خبریں
پیښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر د اطلاعات و اولسي اړيكو مشاورې ثمر هارون بلور په مالي كال 2024-25 آډټ رپورټ كښې د صوبې مالياتي نظام كښې د اربونو روپو بے ضابطګۍ او د حسابونو كمزورۍ په رامخې ته كېدو د اندیښنې څرګندونې سره وئېلي دي د پي ټي آئي په حكومت كښې د صوبائي خزانې نه د مصرف شوو په اربونو روپو مكمل تصديق نه كېدل ډېر اندښناك دے ۔د خېبر پښتنوخوا د اطلاعات وياند تر مخه خپل بيان كښې هغې ووئېل د آډټ رپورټ ترمخه د 72 اربه 46 كروړه روپو د سركاري مصرفونو مكمل تصديق ونه شو او د صوبائي اسمبلۍ نه د منظور شوي بجټ په مقابل كښې 104 اربه 26 كروړه روپۍ اضافي خرڅونه هم رامخې ته شوي دي ، د كومو وضاحت چې ضروري دے۔ثمر هارون بلور ووئېل رپورټ كښې 153 اربه 68 كروړه روپۍ د پرمختيائي مصرفونو په ناسمه حساباتي مد كښې ښودلې شوي او پبلك اكاؤنټ كښې د 39 اربه 58 كروړه روپو منفي بيلنس په ګوته كړے شوے دے ، كوم چې د مالياتي نظم و ضبط او د سپېځلتيا په اړه مهمې پوښتنې رامخې ته كوي ۔هغې ووئېل د 98 اربه 89 كروړه روپو د بهرنو پورونو حساباتي ريكارډ نامكمل دے دغسې د غير ملكي پورونو او د هغې په د سود په مد كښې د 51 اربه 85 كروړه روپو د ادا كولو هم مكمل تصديق ونه شو ۔ دغسې د صوبائي كورني پورونو ريكارډ د كال 2017-18 نه پس او د وفاقي حكومت نه د پورونو ريكارډ 2013-14 نه پس د اپ ډيټ نشتوالے د مالياتي نګرانۍ نظام كښې كمزورۍ په ګوته كوي ۔د ګورنر مشاورې ووئېل په برمختيائي بجټ كښې 20 اربه 20 كروړه روپو اضافي اندراجات نه علاوه د روغتيا، تعليم، پوليس، لارو او نورو محكمو بجټ كښې د اربوں روپو د زياتوالي اندراجات هم رامخې ته شوي دي ۔ثمر هارون بلور ووئېل د اولس د ټيكسونو څخه تر لاسه شوې يوه يوه روپۍ د قام امانت دے او د دې مكمل حساب وركول ضروري دے ۔











