اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د کمیونسټ پارټی آف چائنا د مرکزي کمېټی د نړيوالې څانګې (آئی ډی سی پی سی) وزیر لیو هائی شینګ سره په ګډه د ګل په ورځ دلته د سمپوزیم او چین – پاکستان ګورننس سيمينار صدارت وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې سيميار ته خطاب كښې نائب وزيراعظم د واكمنۍ چلند ٬ اداره سازۍ او …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د چين وزير لیو هائی شینګ سره په سمپوزیم او چین – پاکستان ګورننس سیمینار كښې ګډون

مزید خبریں
اسلام آباد۔2 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د کمیونسټ پارټی آف چائنا د مرکزي کمېټی د نړيوالې څانګې (آئی ډی سی پی سی) وزیر لیو هائی شینګ سره په ګډه د ګل په ورځ دلته د سمپوزیم او چین – پاکستان ګورننس سيمينار صدارت وكړو۔ د خارجه دفتر له مخې سيميار ته خطاب كښې نائب وزيراعظم د واكمنۍ چلند ٬ اداره سازۍ او قامي پرمختګ كښې د سياسي ګوندونو كردار په ډاګه كړو۔ هغه د پاکستان او چین د دوستۍ بنسټ ګرځېندونکې پراخه سیاسي اتفاقِ رائے ذكر كولو سره هر ازمېښت څخه په بریالۍ د وتلې ستراتیژیکې همکارۍ د ولاړې ملګرتیا لا پیاوړي کولو لپاره د دواړو هېوادونو د سیاسي ګوندونو ترمنځه د نزدې اړیکو، تبادلو او دوه اړخیزې ګټې اغستلو زور راوړو ۔ په دې موقع خپل خطاب كښې د چين وزير ليو هائي شينګ دوه اړخيزه همكاري لا پياوړې كولو له د سياسي ګوندونو ترمنځه رابطو ته په ودې وركولو د پاكستان مشرتابه مننه وكړه۔ په دستوره كښې د بېلو سياسي ګوندونو استازو ګډون وكړو په كومو كښې چی د پاكستان مسلم ليګ ن پروفېسر احسن اقبال، د پاکستان پیپلز پارټي سېکرټري جنرل سید نیئر حسین بخاري ، سېنېټر شیری رحمان، د پاکستان مسلم لیګ (ن) اېډیشنل سېکرټري جنرل سېنېټر انوشه رحمان خان او د پخواني سېنېټر مشاهد حسېن په شمول نور شخصيات شامل وو۔ د خارجه سېكرتري سره د بېلو سياسي ګوندونو او تھنګ ټېنكس استازو هم دستوره كښې ګډون وكړو











