د ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايډورډز کالج پېښور لا ښه والي او انتظامي و تعليمي چارو په اړه غونډه

  پېښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايډورډز کالج پېښور لا ښه والي او انتظامي و تعليمي چارو په اړه غونډه وشوه ٬ د ګورنر هاوس وياند له مخې په غونډه كښې د تعليم سلاحكار ډاکټر سيد عامر عبدالله، د لوړو زده كړو سيکرټري ، د بورډ آف ګورنرز غرو، د کالج پرنسپل او اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په …

 

پېښور 02 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا د ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د ايډورډز کالج پېښور لا ښه والي او انتظامي و تعليمي چارو په اړه غونډه وشوه ٬ د ګورنر هاوس وياند له مخې په غونډه كښې د تعليم سلاحكار ډاکټر سيد عامر عبدالله، د لوړو زده كړو سيکرټري ، د بورډ آف ګورنرز غرو، د کالج پرنسپل او اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې ګورنر ته د ايډورډز کالج په انتظامي چارو، انفراسټرکچر، ډيجيټل نظام، اي لرننګ، تعليمي کارکردګۍ او د زده كوونكو كاميابو په اړه بريفنګ وركړے شو  او د کالج مالياتي انتظام، انتظامي اصلاحات، احتساب، غير نصابي هلو ځلو او د ټېكس په اړه په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل د تعليم څانګه زمونږ په وړومبو پام لرنو كښې شامله ده، د ايډورډز کالج لا ښه والي لپاره به سنجيده او عملي اګامونه اغستلې شي۔

مزید خبریں