قانوني څانګه كښې د مصنوعي ځېركتيا ټېكنالوجۍ سره انساني نګراني برقرار ساتل لازمي ده٬ د مقدمو كمولو او عدالتي نظام پيپر ليس كولو لپاره جديد ټېكنالوجۍ څخه استفاده كوٶ۔ شزا فاطمه

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټېكنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چټېكنالوجي او مصنوعي ځېركتيا (اے آئي)  په دې دوره كښې د انصاف نظام په جديد ډول سمولو لپاره ضروري شوي دي خو د انصاف په څانګه كښې د اے آئي ذمه واره، محفوظ او د باور وړ استعمال هم د وګړو د حقونو تحفظ او په سمدستي توګه د …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټېكنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي چټېكنالوجي او مصنوعي ځېركتيا (اے آئي)  په دې دوره كښې د انصاف نظام په جديد ډول سمولو لپاره ضروري شوي دي خو د انصاف په څانګه كښې د اے آئي ذمه واره، محفوظ او د باور وړ استعمال هم د وګړو د حقونو تحفظ او په سمدستي توګه د انصاف وركولو ضمانت جوړېدے شي۔ د قانون و انصاف وزارت د انټرنيشنل ميډيشن اينډ آربيټريشن سينټر  تتر سېوري لاندې  په کامسټېك سيکرټريټ كښې د نړيوالې تربيې پروګرام پرانستې غونډه كښې د خبرو په مهال وفاقي وزيرې ووېيل چ ټېكنالوجي اوس تر يوې څانګې محدود نه د پاتې بلكې د بشري ژوند د هر اړخ پشمول هيلتھ ټېك، فن ټېك او ايډ ټېك په څېر قانوني نظام (ليګل ټېك) لازمي برخه جوړه شوې ۔ شزا فاطمه خواجه واضحخ كړه  چې مصنوعي ځېركتيا يوازې لينګويج ماډلز ته نشي سپارلې كېدې بلكې د دې ناسمه معلومات اندېښنه وي۔ دې زور راوړو چې په قانوني نظام كښې”هيومن ان دي لوپ” (انساني نګراني) برقرار ساتل ډېره ضروري ده۔ دې ووئيل   قانوني څانګې ته د اے آئي ماډلز يوازې د مستند عدالتي پرېكړو، قوانين او په اړوند ډيټا تربيه پكار ده او د سائبر سکيورټي او ډيټا پرائيويسي بنيادي تقاضې بايد په هر صورت كښې باوري كړې شي۔ دې ووئيل  د وزيراعظم  امر له مخې حکومت د ډيجيټل پاکستان په وژن  په تندۍ سره عمل كوي، قامي مصنوعي ذهانت پاليسي منظور شوې ده او “ډيجيټل نيشن پاکستان ون” له مخې د پاکستان ډيجيټل اتھارټي جوړه كړې شوې ده۔

مزید خبریں