نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د چين وزير ليو هائي شينګ وليدل، د پاك چين ستراتېژكي اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د چين د کميونسټ پارټۍ د مرکزي کمېټۍ د نړيوالې څانګې (آئي ډي سي پي سي) وزير ليو هائي شينګ وليدل٬  په دې موقع د پاکستان او چين ترمېنځه په هر موسم كښې په ازمائيلې شوې تزويراتي مرستې  اډانه د شراكتدارۍ لا مستحكمولو  د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر لخوا …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د چين د کميونسټ پارټۍ د مرکزي کمېټۍ د نړيوالې څانګې (آئي ډي سي پي سي) وزير ليو هائي شينګ وليدل٬  په دې موقع د پاکستان او چين ترمېنځه په هر موسم كښې په ازمائيلې شوې تزويراتي مرستې  اډانه د شراكتدارۍ لا مستحكمولو  د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د چين وزير ليو هائي شينګ د چين خارجه وزير وانګ اي لخوا د نېكو هيلو پېغام ورسولو، په دې نائب وزيراعظم اسحاق ډار د زړه له كومي ځواب وركړو۔ ده د پاکستان قيادت لخوا د چين صدر شي جن پنګ لپاره هم د نېكو هيلو پېغام وركرٶ۔ په دې موقع اسحاق ډار چين په هره موسم كښې د ازمائيلې شوې تزويراتي مرستې تر مخه  شراكتدارۍ ته لا ودې وركولو لپاره د پاکستان د مستقل عزم پخلے وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو كلتوري روابطو ته ودې وركولو او په اولسي كچه تبادلو ته ودې  لپاره په تګلارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پېشرفت ته ودې و او د شريكې رابطو او نزدې همكارۍ په ځائے ساتلو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔

مزید خبریں