اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د موسمياتي بدلون اثرات زياتره بار بې وځله طبقې پورته كوي، د پاکستان په څېر پرمختګ كوٶنكې هېوادونه نړيوال مالياتي نظام، د سود لوړې شرح او د ماحولياتي بدلون له امله يو شمېر چيلنجز سره مخ دي ، پرمختګ ته يوازې د معاشي اشارو په ځائے بشري حقونو، موسمياتي انصاف او د …
د موسمياتي بدلون اثراتو زياتره بار بې وځله طبقې پورته كوي۔ ډاکټر مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملك وئيلي دي د موسمياتي بدلون اثرات زياتره بار بې وځله طبقې پورته كوي، د پاکستان په څېر پرمختګ كوٶنكې هېوادونه نړيوال مالياتي نظام، د سود لوړې شرح او د ماحولياتي بدلون له امله يو شمېر چيلنجز سره مخ دي ، پرمختګ ته يوازې د معاشي اشارو په ځائے بشري حقونو، موسمياتي انصاف او د نوي كول د تحفظ په تناظر كښې كتلو ته اړتيا ده، حقيقي تل پاتې پرمختګ لپاره د موسمياتي افتونو څخه د زيانونو پيشګي مخه نيول، محفوظ انفراسټرکچر جوړول او په ځائي كچه اختراعي و معاشي موقعې راپېدا كول ضروري دي۔ د دې د خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اېس ډي پي آئي کنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان په څېر پرمختګ كوٶنكې هېوادونه له نړيوال مالياتي نظام، د سود لوړې شرح او د ماحولياتي بدلون له امله يو شمېر چيلنجز سره مخ دي۔ ده ووئيل د تېرو 70 كالو راهسې د پرمختګ يو داسې تصور وړاندې كولې شوو چې له مخې ئې د سرمايه کارۍ، زرعي پېداوار، صنعت او د خدمات څانګې د لارې د غربت نه د وېستلو لاره ښودلې كېده خو په دې عمل كښې د نړۍ بنيادي اصول، شريك انحصار او په نړيوال نظام كښې د مساوات نشتوالے نظرانداز كړے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل نړۍ د يو نړيوال كلي او د مشتركه معاشي و سماجي نظام په توګه وړاندې كېږي خو په حقيقت كښې په نړيواله كچه په طاقت او د وسائلو غېر مساوي تقسيم موجود دے٬ د بېلو هېوادونو ويزه پاليسۍ، صنعتي پاليسۍ او ګرين لوظنامۍ نوې خنډان راولاړېږي چې ورسره پرمختګ كوٶنكو هېوادونو لپاره موقعې محدود كېږي۔











