اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن د خالي او اتوار په ورځ د اسلام آباد بلدیاتی ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو نه جاري كېدو خبرونه رد كولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې په دې دواړو ورځو كښې د ریټرننګ آفسرانو دفترونه پرانستې پاتې شول او كانديدانو ته 1847 د نامزدګۍ كاغذونه جاري كړے شول۔ د الېكشن كمېشن وياند لخوا د جاري شوي سپيناوي بيان له مخې …
الېكشن كمېشن د خالي او اتوار په ورځ د اسلام آباد بلدياتي ټاكنو له د نامزدګۍ كاغذونو نه جاري كېدو خبرونه رد كړل

مزید خبریں
اسلام آباد۔2نومبر(اے پی پی) الېكشن كمېشن د خالي او اتوار په ورځ د اسلام آباد بلدیاتی ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذونو نه جاري كېدو خبرونه رد كولو سره دا خبره په ډاګه كړې ده چې په دې دواړو ورځو كښې د ریټرننګ آفسرانو دفترونه پرانستې پاتې شول او كانديدانو ته 1847 د نامزدګۍ كاغذونه جاري كړے شول۔ د الېكشن كمېشن وياند لخوا د جاري شوي سپيناوي بيان له مخې يو سياسي عهدېدار نجي نيوز چېنل سره خبرو كښې دا تور ولګولو چې د اسلام آباد بلدیاتی ټاكنو لپاره جمعې څخه تر اتوار ورځې د نامزدګۍ كاغذونه جاري نه كړے شول او د ريټرنګ افسرانو دفترونه بند وو۔ وياند په ډاګه كړه چې دې سره د ووټرانو او كانديدانو په ذهنونو كښې ابهام راپېدا كېدے شي۔ دا ادعا ګمراه كونكې او د حقائقو په ضد ده او دا سختۍ سره مسترد كولې شي۔ د سركاري ريكارډ له مخې د ریټرننګ افسرانو دفترونه 30 اكتوبر څخه تر يكم نومبر فعاله پاتې شول او 16 ریټرننګ افسرانو 1847 د نامزدګۍ كاغذونه جاري كړل۔ ده ووئيل كانديدان تر 6 نومبر د اړوندو ريټرنګ افسرانو دفترونو څخه د نامزدګۍ كاغذونه ترلاسه كولې او جمع كولې شي











