اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي د هېواد اوسنو او نړيوالو حالاتو كښې هر وګړي له ذمه وار كردار ادا كولو ته ضرورت دے٬د نوو صوبو جوړولو لپاره رائے عامه هوارول او د سياسي ګوندونو ترمينځه همغږي پېدا كول خوشبينه امر دے۔ده ووئيل واړه انتظامي يونټس د عام كس مسئلو حل كولو ٬ښې واكمنۍ او …
د هېواد اوسنو او نړيوالو حالاتو كښې هر وګړي له ذمه وار كردار ادا كولو ته ضرورت دے۔د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان

مزید خبریں
اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي)د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي د هېواد اوسنو او نړيوالو حالاتو كښې هر وګړي له ذمه وار كردار ادا كولو ته ضرورت دے٬د نوو صوبو جوړولو لپاره رائے عامه هوارول او د سياسي ګوندونو ترمينځه همغږي پېدا كول خوشبينه امر دے۔ده ووئيل واړه انتظامي يونټس د عام كس مسئلو حل كولو ٬ښې واكمنۍ او اولس ته آسانۍ وركولو كښې به مرستياله وګرځي د كومو لپاره چې په كے پي كے كښې د هزارې صوبې٬سندھ كښې د كراچۍ او حېدر آباد او پنجاب كښې د سوئېلي پنجاب پشمول په بيلو وړاندېېزونو اتفاق اغلے او د بيلو سياسي ګوندونو ترمينځه معاملات مفاهمت ته نزدې دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د فيصل آباد دورې په مهال د ګوند لارښودونو سره خبرو كښې وكړه ۔د استحكام پاكستان پارټۍ صدر عبدالعليم خان ووئېل د تېرو 80 كلونو په مهال د هېواد آبادۍ كښې د راغلي غېر معمولي زياتوالي د نوي انتظامې انتظامات ضرورت رامخې ته كړے٬د اولس ښه خذمت او انتظامي چارو كښې ښه والي لپاره به د زمكيزز حقائقو تر مخه اقدام كول وي ۔وفاقي وزير عبدالعليم خان فيصل آباد ته په راتګ د خوشحالۍ څرګندونې سره ده ووئېل د موټروے ايم 4 د پراختيا لوظ پوره كړے شوے او د فيصل آباد اولس په غوښتنو عملي پېشرفت شوے۔ده ووئيل فيصل آباد د هېواد مهم صنعتي او كاروباري مركز دے او د دې ښار صنعت كارو او وګړو ته نورې آسانۍ وركول پكار دي دغسې چې صنعتي او تجارتي هلو ځلو ته وده ترلاسه شي او د هېواد معيشت لا قوي شي۔











