د صحافت آزادي د جمهوريت روح او د اولسي شعور بنياد دے۔ سينيټر روبينه خالد

  اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي  د صحافت آزادي د جمهوريت روح او د اولسي شعور بنياد دے، خبريالان په ټولنه كښې صداقت او د اولسي مسئلو  د ترجمانۍ مهمه فريضه ادا كوي۔ د ګل په ورځ د خبريالانو په ضد د جرائمو خاتمې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل  خبريالانو ته دړكې، دوي …

 

اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي  د صحافت آزادي د جمهوريت روح او د اولسي شعور بنياد دے، خبريالان په ټولنه كښې صداقت او د اولسي مسئلو  د ترجمانۍ مهمه فريضه ادا كوي۔ د ګل په ورځ د خبريالانو په ضد د جرائمو خاتمې نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل  خبريالانو ته دړكې، دوي د تشدد او انتقامي کارروائو نه محفوظ ساتل د رياست ذمه واري ده، د صحافت د آزادۍ تحفظ  په اصل كښې د اولس د معلومات د حق تحفظ دے۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل د خبريالانو په ضد په جرائمو خاموشي نه شي اختيارېدې، د داسې پېښو ذمه وار به انصاف سره مخ كول وي۔ دې ووئيل د خبريالانو تحفظ لپاره مؤثره قانون سازي او په قوانين عملدرآمد د وخت مهم ضرورت دے، آزاد او د ذمه وار صحافت نه غېر د مضبوط جمهوري ټولنې تصور ممکن نه دے٬ د خبريالانو د معاشي حقونو، د روزګار تحفظ او ښه وظيفائي ماحول باوري كول هم ضروري دے۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل  د پيپلز پارټۍ تاريخ د رائے اظهار آزادۍ او د صحافت آزادۍ لپاره د هلو ځلو څخه عبارت دے، شهيدې بېنظير بھټو تل د جمهوريت، د رائے اظهارِ او د آزاد صحافت د حق دفاع كړې ده ۔

مزید خبریں