قاهره۔ 2 نومبر (اے پي پي) عرب ليګ د اسرائيل لخوا د رام الله په زندان كښې د غزه په فلسطيني بنديوانو د مبينه تشدد او د منظمې بد سلوكۍ پیښو د بې پرې او نړيوالو پلټنو غوښتنه كړې ده ډ شنهوا تر مخه عرب ليګ تېره ورځ بيان كښې ووئېل د زندان په رېكويټ برخه كښې بيا بيا بندېوان د تشدد او او بدسلوكۍ څخه ژوبل او سوځېدلې …
عرب ليګ د اسرائيل په زندان كښې د غزه په بنديوانو د تشدد په اړه د ڼړيوالو پلټنو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
قاهره۔ 2 نومبر (اے پي پي) عرب ليګ د اسرائيل لخوا د رام الله په زندان كښې د غزه په فلسطيني بنديوانو د مبينه تشدد او د منظمې بد سلوكۍ پیښو د بې پرې او نړيوالو پلټنو غوښتنه كړې ده ډ شنهوا تر مخه عرب ليګ تېره ورځ بيان كښې ووئېل د زندان په رېكويټ برخه كښې بيا بيا بندېوان د تشدد او او بدسلوكۍ څخه ژوبل او سوځېدلې دي۔ عرب ليګ غوښتنه وكړه چې انټر نېشنل كمېټې رېډ كراس (آئې سي آر سي ) او د نګرانې كوونكو ادارو ته دې تر زندان د كومو خنډانو نه غېر د تللو راتللو اجازه وركړې شي٬ ژوبل شوو بنديوانو ته دې طبي آسانۍ وركړې شي او ناجوړه او ژوبل بنديان دې خوشي كړے شي۔عرب ليګ ووئېل د تشدد او بدسلوكۍ دا مبينه پېښې د نړيوال بشري قانون خلاف ورزۍ دي او دا د انسانيت خلاف د جرائمو په زمره كښې راځي۔











