د آبي لارو  تحفظ د ټولو په ګډه ذمه واري ده ، د سعودي ډپټي چیف آف سټاف

  منامه  02 نومبر(اے پي پي)د سعودي عرب  ډپټي چیف آف سټاف وائس ایډمرل فهد الغفیلي د  سټریټجک آبي لارو تحفظ لپاره په مضبوطې  نړيوالې مرستې  زور  راوړولو سره خبردارے   وركړے دے چې  آبي لارې د  سیاسي یا پوځي فشار  ذریعه نه دي جوړول پكار ۔  د اردو نیوز  تر مخه  ده تېره ورځ  بحرین كښې منامه  ډائیلاګ فورم  ته د سمندري  خطرو مقابلې له د موثر اجتماعي غبرګون په …

 

منامه  02 نومبر(اے پي پي)د سعودي عرب  ډپټي چیف آف سټاف وائس ایډمرل فهد الغفیلي د  سټریټجک آبي لارو تحفظ لپاره په مضبوطې  نړيوالې مرستې  زور  راوړولو سره خبردارے   وركړے دے چې  آبي لارې د  سیاسي یا پوځي فشار  ذریعه نه دي جوړول پكار ۔  د اردو نیوز  تر مخه  ده تېره ورځ  بحرین كښې منامه  ډائیلاګ فورم  ته د سمندري  خطرو مقابلې له د موثر اجتماعي غبرګون په ضرورت زور  راوړلو سره ووئېل  د  ابو  لارو تحفظ په ګډه نړيواله  ذمه واري ده  ۔  هغه ووئېل  میري ټائم سکیورټي د كوم يو هېواد ذمه واري نه ده ۔ طاقت د  قانون متبادل نشي كېدے۔  نړيوالې د اوبو لارې د سیاسي او   پوځي  فشار ذریعه  نه دي جوړول پكار ۔ سمندرونه د شخړو میدانونه نه دي  ٬ د ا د کمیونې کیشن او خوشحالۍ ذریعه  جوړول پكار دي ۔ هغه زور راوړو  چې د اوبو لارو  ته پیښې  خطرې  د ګردې نړۍ هېوادونه  متاثره كوي او دا يو نړيوال  چیلنج جوړ شوے دے ۔ د منامه ډائیلاګ   يوې ناستې ته  وېنا كښې د سعودي نائب خارجه وزیر انجینیر ولید الخریجي سيمه ايزې شخړې   په زياتېدونكو انساني ستونزو ،  بحري امنيت ، د توان وركړې  او په نړيواله  معیشت د زياتېدونكو اثراتو تر مينځه  په بحرانونو قابو موندل،  امنيت او  استحکام  زياتولو په  ضرورت زور  راوړو ۔

مزید خبریں